ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاپان سفير: که د افغانستان ټاکنې رڼې وې خپله مرسته ډېروو

author avatar
12 Nov 2013 - 17:39
author avatar
12 Nov 2013 - 17:39

کابل (پژواک٢١لړم٩٢): په کابل کې د جاپان سفير وايي ، چې که د افغانستان راتلونکې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې بريالۍ او رڼې ترسره شي، نو دوى به له دې هېواد سره د خپلې مرستې کچه ډېره کړي.

د جاپان سفير هېروشي تکاشي وايي، چې د راتلونکي کال ټاکنې دافغانستان د خلکو لپاره برخليک ټاکنونکې دي.

تکاشي (Hiroshi Takahashi) دغه خبرې نن په کابل کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د ١٦،٧ ميليون ډالره مالي مرستې د ورکړې د سند لاسليکولو پرمهال وکړې، چې پخوا يې ژمنه کړې وه.

هغه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له چارواکو سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې غوښتنه وکړه ، چې ټول لوري بايد د ټاکنو د برياليتوب لپاره خپلې هڅې وکاروي.

ده زياته کړه:”موږ له تاسو سره مرسته کوونکي يو، خو ټاکنې ډېرې مهمې دي، ټاکنې ستاسې برخليک ټاکي.”

هغه له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ او ويې ويل: “د جاپان دولت ګوري ، چې ستاسې ټاکنې بريالۍ دي که نه!؟ که بريالۍ وې البته چې زموږ مرستې هم ډېرېږي.”

تکاشي د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره ټاکنې مهمې وبللې او له خلکو يې وغوښتل ، چې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.

تکاشي د افغانستان ښې راتلونکې ته هيله مندي وښوده او له افغاني رسنيو يې هم وغوښتل، چې خلک په ټاکنو کې ونډه اخيستو ته وهڅوي، ترڅو يې د خپلې راتلونکې په اړه سمه پرېکړه کړې وي.

د افغانستان د راتلونکو ټاکنو لپاره د جاپان د نن ورځې مرسته د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) له لارې لګول کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مشر الوارو رودريګويز (Alvaro Rodiguez) په خپلو خبرو کې ټاکنې په افغانستان کې د سياسي واک د لېږد لپاره ډېرې اړينې وبللې.

هغه وويل ، چې د نړۍ د هېوادونو په مرسته به، ملګري ملتونه او افغان دولت هڅه وکړي، چې  په افغانستان کې رڼې او سراسري ټاکنې ترسره کړي.

رودريګويز وويل، چې په دې برخه کې ملګري ملتونه رڼو مرستو ته ژمنه ده.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمد يوسف نورستاني د جاپان له مرستې مننه وکړه ، چې پر خپل وخت يې ددوى په واک کې ورکړې.

هغه جاپان وستايه، چې په تېرو دوو ټاکنو کې يې هم څه د پاسه ٨١ ميليون ډالره مرسته کړې ده.

نورستاني په راتلونکو ټاکنو کې ددې کمېسيون د پوره بې پلوۍ ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ ، چې د هر ډول فشار پر وړاندې به کلکه ودرېږي.

هغه همداراز يو ځل بيا په ټينګار سره يادونه وکړه، چې ټاکنې په خپل وخت ترسره کېدونکې دي، که څه هم ځينو کانديدانو ويلي، چې د سوړ ژمي او واورې له امله به يې کمپاين ستونزمن وي.

د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي ، چې دا پيسې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په روزنه او د ټاکنو لپاره د اړينو توکو په  اخيستو لګول کېږي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د راتلونکي کال ټاکنو ته ١٢٦ ميليون ډالره اړتيا ده ، چې نړيوالو مرسته کوونکو يې ژمنه کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.