کابل ( پژواک ٢١ لړم ٩٢ ) : وسله والو طالبانو په رسمي توګه د خپل يوه مهم غړي نصير الدين حقاني وژنه تاييد کړه.
د طالبانو له خوا دلړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى د رهبرۍ شورا د غړي مولوي جلال الدين حقاني مشر زوى نصير الدين حقاني په يوه بريد کې وژل شوى دى.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې ويلي ، چې د ډاکټر نصير الدين حقاني په مړينه، د هغه پلار، کورنۍ او ټولو طالبانو ته د تسليت مراتب وړاندې کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نصير الدين حقاني د طالبانو په مبارزه کې رغنده رول لوبوي او د هغه مړينه يې لويه ضايعه بللې ده.
په دې خبرپاڼه کې طالبانو د نصير الدين حقاني وژل کېدل غندلي او زياته کړې يې ده ، چې د اشخاصو وژل کېدل پر دوى کومه اغېزه نه ده کړې.
نصير الدين حقاني درې ورځې مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى و.
خو د طالبانو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې نوموړى د چا له خوا وژل شوى دى.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن