ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ۵۶ زره کسانو د ټاکنو کارتونه اخيستي

په خوست کې ۵۶ زره کسانو د ټاکنو کارتونه اخيستي

author avatar
12 Nov 2013 - 14:42
په خوست کې ۵۶ زره کسانو د ټاکنو کارتونه اخيستي
author avatar
12 Nov 2013 - 14:42

خوست (پژواک ٢١ لړم ٩٢): په خوست کې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې پروسه ښه بلل شوې او په ترڅ کې يې نږدې ۵۶ زره کسانو د رايې کارتونه اخيستي دي.

د خوست د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې د توقع خلاف په دغه ولايت کې زياتو خلکو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي دي.

هغه وويل، د خوست په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې پروسه په ښه ډول سره پای ته ورسېده او پر وړاندې يې کومې جدي ننګونې نه وې موجودې.

نوموړي وويل، په دغه ولايت کې د نوم ليکنې ديارلس مرکزونه وو، چې د دوی د عامه پوهاوي په ترڅ کې خلک په ډېرې علاقې سره دغو مرکزونو ته تلل اود رايې اچونې کارتونه يې اخيستل.

ځدراڼ زياته کړه، په دغو مرکزونو کې ۵٦ زره کسانو نوم ليکنه کړې، چې پنځلس سلنه يې ښځې جوړوي.

نوموړي وويل، هغه خلک چې له بهر څخه راځي او يا له نوم ليکنې پاتې وي، د هغوی لپاره د ولايت په کچه يو د نوم ليکنې مرکز پاتې کېږي.

هغه زياته کړه، په ياد مرکز کې پر يو مهال هم د نارينه و او هم ښځينه وو ته بېل ځايونه شته او له کومې ستونزې پرته دغه پروسه پر مخ يوړل شي.

که څه هم د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې د نوم ليکنې ګرځنده ټيمونو ځينې ستونزې لرلې، خو صاحب الدين ځدراڼ وايي، چې د ګاونډيو ولايتونو په نسبت په خوست کې د نوم ليکنې د پروسې بهير په ښه ډول ترسره شوی دی.

د ده په وينا، د ګاونډيو ولايتونو په پرتله په خوست کې د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو ونډه  کمه ده، خو نوموړي د دې لامل کلتوري محدويتونه په ګوته کړل.

په ياد ولايت کې د رايې اچونې د زياتو کارتونو د وېش علتونه د ټاکنو په برخه کې پراخ عامه پوهاوی او په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو لېوالتيا بلل کېږي.

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکى احمدالله، چې د رايې اچونې کارت يې ترلاسه کړی، پژواک اژانس ته وويل، غواړي په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.

هغه زياتوي، که څه هم ګرځنده ټيمونو لږ ناوخته کار پيل کړی و، خو بيا هم تر يوه حده خلکو له دې موقع  ګټه واخيستله.

احمدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوولينو غوښتنه کوي، چې په ټاکنو کې د خلکو د پراخې ونډې اخيستنې په خاطر دې تر يوه وخت د ګرځنده ټيمونو د کار موده اوږده کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.