ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: په مشورتي لويه جرګه کې يواځې د امنيتي سند په اړه مشوره کېږي

حامدکرزى: په مشورتي لويه جرګه کې يواځې د امنيتي سند په اړه مشوره کېږي

author avatar
13 Nov 2013 - 19:21
حامدکرزى: په مشورتي لويه جرګه کې يواځې د امنيتي سند په اړه مشوره کېږي
author avatar
13 Nov 2013 - 19:21

کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٢): “په مشورتي لويه جرګه کې يواځې له امريکا سره  د امنيتي او دفاعي هوکړه ليک په اړه مشوره کېږي او په جرګه کې به په بله کومه موضوع خبرې ونشي. “

 دغه خبرې نن ولسمشر حامد کرزي، د مشورتي لويې جرګې د تيارۍ کمېسيون د مشر او د غړو په ګډون په يوه غونډه کې څرګندې کړې.

 د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه.

 خبرپاڼې زياته کړې، په دغه غونډه کې، چې د مشورتي لويې جرګې د څرنګوالي په اړه پکې خبرې وشوې، د هېواد ولسمشر وويل: ” افغانستان له يوه مهم تاريخي پړاو څخه تېريږي او زموږ هېواد، چې هر کله هم د تاريخ په اوږدو کې له مشورو او تدبيره کار اخيستى نو بريالى شوى دى.”

 حامدکرزي ټينګار وکړ: ” جرګې د افغانستان د خلکو لرغونى رسم او رواج دى او زه په ټولو مهمو ملي پېښو کې اړين بولم، چې د قوم له مشرانو سره مشوره وشي او د هغوى نظر واخيستل شي.”

 ولسمشر څرګنده کړه، مشورتي لويه جرګه يواځې د يوې موخې لپاره تر سره کېږي او هغه له امريکا سره د امنيتي او دفاعي هوکړه ليک په اړه مشوره ده او کومه بله موضوع به په ياده جرګه کې تر سره نه شي.

 ده وويل، مشورتي لويه جرګه بايد د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب وکړي او په هغې کې بايد د هېواد له هره ځايه او د ټولو قومونو استازي ګډون وکړي.

 ولمسشر زياته کړه: ” له مشورتي لويې جرګې څخه مو دا هيله ده، چې د ملي ګټو او د افغانستان د اړتيا، سولې او امنيت ته، چې د افغانستان لپاره يوه مهمه مسئله ده، پرېکړه وکړي.”

 هغه د خبرو په دوام سره وويل: ” له کله مو چې د امنيتي سند په اړه خبرې پيل کړې، نو له لويو هېوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډيانو سره د مشورو لړۍ هم پيل کړې، چې ډېرو يې د افغانستان اړتيا او له مجبوريتونو څخه درک کړى دى.”

 ولسمشر د پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي تر مشرۍ لاندې د جرګې د تيارۍ او د تر سره کولو د کمېسيون له هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دغه هلې ځلې د افغانستان راتلونکي ته ډېرې اغېزناکې پرېوځي.

 دغه راز د ملي امنيت د عمومي رياست سرپرست رحمت الله نبيل په دغه ناسته کې، د مشورتي لويې جرګې د ترسره کېدو لپاره د امنيتي چمتووالي په اړه معلومات ورکړل او د خلکو د استازو د يادې ناستې د ډاډمن امنيت په ټينګښت کې يې د دغه کمېسيون غړو ته معلومات ورکړل.

 د دغې ناستې په پاى کې، د ولسمشر سلاکار وزير او د مشورتي لويې جرګې د تيارۍ کمېسيون مرستيال نعمت الله شهراني او د دغه کمېسيون ځينو نورو غړو، له امريکا سره د امنيتي او دفاعي هوکړه ليک او مشورتي لويې جرګې په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.