ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امنيت خرابوالى د حاجيګک کان په برخه کې پانګونه نوي سلنه راټيټوي”

author avatar
13 Nov 2013 - 11:59
author avatar
13 Nov 2013 - 11:59

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٢) : د کانونو په اړه يوه نړيواله ويب پاڼه وايي، شپږو هندي کمپنيو پرېکړه کړې، چې د ناامنۍ له امله د افغانستان د وسپنې دکان په استخراج کې به دخپلې  پانګونې کچه  راټيټه کړي.

د کانونو په نوم  په دغه ويب پاڼه کې ، چې  د جنوبي افريقا دولتي  ويب پاڼه ده، را غلي ، چې  په افغانستان کې د وسپنې او فولادو کنسرسيوم هندي کمپنۍ ويلي، چې د باميانو د حاجيګک د وسپنې کان  د استخراج په برخه کې اعلان شوې خپله  ١١ ميليارده ډالره پانګونه به ١.٥ ميليارده ډالرو ته راټيټه کړي.

ويب پاڼه  زياتوي ، دغو شپږو هندي کمپنيو خپلو دوو تنو نږدې سرچينو ته د حاجيګک په کان کې د پانګونې د راټيټدو لامل په افغانستان کې ناامني په ګوته کړې ده.

سرچينه  همدا راز وايي، د کنسرسيوم کمپنۍ يو تن مسوول سي اس ورما ويلي ، چې تر دې دمه د حاجيګک د وسپنې د تړون په برخه کې کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د ويب پاڼې په حواله، له بل پلوه په هند کې د فولادو د کارخانو يوه ګروپ پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د فولادو يوه فابريکه جوړه کړي، چې هر کال ١.٥ ميليون ټنه وسپنه پروسس کړي، ترڅو د دغه هېواد د وسپنې کورنۍ اړتيا پوره کړي.

سرچينه  د کنسرسيوم کمپنۍ د مسوول  له خولې وايي، د فولادو  دکمپنيو  دغه ګروپ په دې برخه کې د هند له حکومت څخه د ٧.٨ ميليارده ډالرو پور غوښتنه کړې ، چې  د هند حکومت له لوري د دې ګروپ غوښتنه تر څېړنې لاندې ده.

 سرچينه زياتوى، چې که له يوې خوا په افغانستان کې  د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي،  له بلې خوا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل د هندي کمپنيو د پانګونې دکچې د  کمېدو سبب شوي، چې له امله يې د حاجيګک کان د استخراج   په اړه ستونزې راپيدا کړې دي.

خو د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې  د دې څرګندونو  د رد  ترڅنګ وويل: (( له  کنسرسيوم کمپنۍ سره زموږ خبرې اترې روانې دي، چې په زياتو برخو يې هوکړه شوې او تردې دمه کومه ستونزه ورسره نشته.))

د وسپنې دغه کان، چې په ١٠٠ کيلومترۍ کې د کابل غرب لوري ته پروت دى، نږدې ١.٨ ميليارده ټنه اوسپنه لري.

افغانستان د بېلابېلو کانونو په درلودلو سره يو غني هېواد دى، چې د استخراج او پروسس لپاره يې نږدې ٣٠ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، ترڅو له دې لارې په اقتصادي برخه کې وده وکړي.

هندوستان ، چې له ٢٠٠٢ ميلادې کال راهيسې افغانستان سره له يو ميليارد ډالرو زياتې مرستې کړې دي، غواړي، د افغانستان د کانونو په برخه کې، چې د امريکا د متحده ايالاتو د ځمکې پېژندنې ادارې له خوا د يو تريليون ډالرو په ارزښت اټکل شوي، له چين سره خپله سيالي ترسره کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.