کابل (پژواک ٢٢ لړم ٩٢): د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ويلي، چې هېواد يې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان له هوکړو ملاتړ کوي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژنس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي نن له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره وکتل.
خبرپاڼې زياته کړې، دواړو خواوو د افغانستان او روسيې تر منځ د اړيکو او همکاريو، د سولې پروسې، د سيمه ييزو همکاريو پر پراختيا او په دې برخه کې د همغږۍ د رامنځ ته کولو په اړه خبرې وکړې.
کابلوف، ولسمشر کرزي ته د روسيې د ولسمشر پوټين او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړې او يو ځل بيا يې په دې ټينګار وکړ، چې روسيه له نړۍ سره د افغانستان له هوکړو ملاتړ کوي.
خبرپاڼې دغه راز ويلي، د هېواد ولسمشر په ځواب کې د لا ډېرې همغږۍ او د سيمې هېوادونو تر منځ د همکاريو په رامنځ ته کولو ټينګار کړى او هغه يې د ټولو هېوادونو د راتلونکي لپاره اړين بللي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن