ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو را خلاص شو

يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو را خلاص شو

author avatar
13 Nov 2013 - 14:12
يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو را خلاص شو
author avatar
13 Nov 2013 - 14:12

جلال اباد(پژواک٢٢لړم٩٢): د ننګرهار دملي امنيت موظفينو يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په دې تور يې دوه تښتوونکي نيولي دي.

د ننګرهار سرپرست والي محمدحنيف ګرديوال دلړم په ٢٢مه وويل، دغه ماشوم شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې تښتول شوى و .

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل ، دغه ماشوم چې د سره رود ولسوالۍ د غوچکو له سيمې څخه  تښتول شوى و، تېره شپه د ملي امنيت له لوري درې بجې په غوچکو کې  په يوه کور کې پيدا او په تړاو يې دوه تښتوونکي نيول شوي او ياد ماشوم خپلې کورنۍ ته شپارل شوى دى.

هغه زياته کړه ، چې تښتوونکو يې په خپل جرم اعتراف کړى دى .

ده زياته کړه: (( زه ډېر اندېښمن يم چې په دې وروستيو کې تښتونې زياتې شوې دي، خو موږ يې پروړاندې ډېر جدي يو.))

سرپرست والي وويل ، چې څه موده وړاندې هم دوه تنه له جلال اباد څخه تښتوونکو تښتولي وو او وروسته يې وژلي وو، چې اوس مهال د يادو وژل شويو کسانو په تور ١٣ تنه د ملي امنيت له لوري نيول شوي ، چې ډېره سخته سزا به ورکړل شي.

ګرديوال وايي : ((زه به دغه دوسيې په خپله څارم او هر چا يې چې د خوشې کولو هڅه کوله هماغه به هم ورسره نيسم او د قانون منګولو ته به يې سپارم.))

د ژغورل شوي ماشوم پلار فرهاد له ټولو امنيتي ادارو او په خاص ډول له ملي امنيت څخه مننه وکړه ، چې د زوى په خلاصون کې يې هلې ځلې کړې دي.

نوموړي زياته کړه ، چې د زوى تر تښتولو وروسته يې ورسره غلو څوځله اړيکه ونيوله او د ٣ سوه زره ډالرو غوښتنه يې ورڅخه کوله، خو له ده سره پيسې نه وې، چې زوى يې پرې راخلاص کړى واى.

فرهاد وويل: (( بيا يې رانه د پاکستان  د باړې په سيمه کې  يو ميليون کلدارې واخيستې، خو زوى يې راته تسليم نه کړ.))

فرهاد له حکومت څخه وغوښتل، چې تښتوونکو ته دې سخته سزا ورکړي، تر څو په راتلونکي کې نور څوک دا ډول اقدام ونه کړي.

ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې انسان تښتونې زياتې شوي ، وړمه ورځ په جلال اباد ښار کې په دې اړه يو لاريون هم شوى و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.