ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرديوال : د سرحدي پوليسو ترڅنګ د تورخم په هره اداره کې فساد شته

ګرديوال : د سرحدي پوليسو ترڅنګ د تورخم په هره اداره کې فساد شته

author avatar
13 Nov 2013 - 11:24
ګرديوال : د سرحدي پوليسو ترڅنګ د تورخم په هره اداره کې فساد شته
author avatar
13 Nov 2013 - 11:24

جلال اباد ( پژواک ٢٢ لړم ٩٢ ) : د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال وايي، چې په سرحدي ښارګوټي تورخم کې له سرحدي پوليسو سربېره په ټولو اداراو کې فساد شته.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د لړم په ٢١مه تورخم ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په ياد سفر کې له ګرديوال سربېره د ننګرهار امنيه قوماندان،د ملي امنيت رييس، نظامي څارنوال او د ننګرهار لسګونه نور لوړ پوړي چارواکي، سوداګر او د مدني ټولنې استازي شامل وو.

ګرديوال لومړى په تورخم کې له هغه تلې څخه ليدنه وکړه ، چې له بار وړونکو لويو موټرو څخه پيسې اخلي او پر کارکوونکو يې نيوکه وکړه، چې دوى له لويو موټرو ناقانونه پيسې اخلي.

له تلې سره نږدې د يوه لوى موټر له موټر چلوونکي څخه سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال وپوښتل ، چې په تله کې يې ترې پېسې اخيستي او که نه ؟

موټر چلوونکي په ځواب کې وويل، چې نن يې ترې نه دي اخيستي، خو څو ورځې وړاندې يې ترې اته زره کلدارې اخيستې وې.

هغه زياته کړه: (( نن زموږ وزن کم و او تېر ځل څلور ټنه وزن زيات و، نو ځکه يې راڅخه پيسې اخيستې وې.))

ګرديوال په سيمه کې خبريالانو ته وويل ، له دې سترګې نه شي پټولى، چې نه يواځې په تله کې فساد شته، بلکې ټول تورخم له فساده ډک  دى.

خو د تورخم د تلې امر ولي جان وويل ، چې له اختر وړاندې که په دغه تله کې هر څه شوي وي ،  خو اوس دوى پيسې په بشپړه توګه  بندې کړې دي.

سرپرست والي د فوايد عامې  رييس ته امر وکړ، چې د تلې ټول کارکوونکي دې پرته له کمپيوټر کار څخه بدل کړي.

د فوايد عامې رييس ويل ، چې په نږدې ورځو کې به ورته نور کارکوونکي وټاکي.

له تلې څخه وړاندې د سرحدي پوليسو لومړۍ پوسته پرته ده ، چې په رسيدلو سره يې ګرديوال د دغې پوستې له قوماندان څخه وپوښتل ، چې دوى هم په دغه پوسته کې له لويو موټرو پنځه زره کلدارې اخلي او بيا يې په يوې متبادلې لارې پريږدي.

قوماندان يې په ځواب کې ويل ، درې ورځې کېږي ، چې تورخم ته راغلى او له پيسو څخه يې نا خبري وښوده.

هغه زياته کړه: (( له مخکې نه نه يم خبر،کېداى شي چې اخيستل کېدې به، خو ما لا نه دي ليدلي.))

سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال سرحدي پوليسو ته ويل ، چې کره راپورونه ورته ورکړل شوي ، چې سرحدي پوليس پيسې اخلي، خو د سرحدي پوليسو درستيزوال محمد ايوب حسين خېل وويل: (( يواځې سرحدي پوليس نه دي، ښاروالي يې هم اخلي.))

د سرحدي پوليسو رييس ارکان ددغې ادعا د ثبوت لپاره جزييات وړاندې نه کړل .

صفري نقطې ته په لاره د يوې لاسي کراچۍ څښتن، چې اوړه يې بار کړي وو، سرپرست والي ترې وپوښتل، چې ايا دا اوړه يې محصول کړي او که نه ؟

نوموړي وويل: (( سل کلدارې مې سرحدي پوليسو ته او سل مې د ګمرک پوليسو ته ورکړې دي.))

د لاسي کراچۍ څښتن وويل ، دوى چې د تورخم وروستي سر ته بار وړي تر هغه ځايه پوليسو ته په بېلابېلو ځايونو کې شپږ سوه کلدارې ورکوي.

ګرديوال او ګډ پلاوي د سرحدي پوليسو، ګمرک او يو شمېر نورو ادارو چارواکو ته يادې ستونزې په ګوته کړې او د حل ژمنه يې ترې واخيسته.

ياد پلاوي په تورخم کې له ترانسپورټ رياست، ښاروالۍ، ګمرک او داسې نورو دولتي دوايرو څخه ليدنه وکړه.

په پاى کې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د ولايت سرپرست والي ګرديوال وويل ، چې نن يې د تورخم ټولو چارواکو او د اداروکارکوونکو ته وروستى ګواښ کړى، چې که يې د فساد مخنيوى ونه کړ، نو په اړه به يې وروستى تصميم ونيسي.

نوموړى زياتوي، نن يې څېړنه کړې ده او وروسته له دې به هغه ادارې ، چې په فساد کې ککړې دي له هغوى سره به قانوني چلند وکړي.

ګرديوال زياته کړه : (( سره له دې چې ددې ادارو مسوولين فساد ردوي، خو زه منم چې دلته په تورخم کې په پراخه کچه فساد شته.))

ملي سوداګر ډاکټر مخلص پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې هم له موټرو څخه      ناقانونه پيسې اخيستل شوې دي.

هغه زياته کړه، کله چې سوداګر هم پر تورخم را واوړي، نو سرحدي پوليس، ګمرکات، د تلې کارکوونکي او يو شمير نورې ادارې ترې په بېلابېلو پلمو ناقانونه پيسې اخلي.

ده وويل: (( موږ نور تنګ شوي يو، اخر تر کومه به دا غير قانوني پيسې ورکوو.))

ملي سوداګرو او يو شمېر د مدني ټولنو استازو له سرپرست والي او ګډ پلاوي سره ژمنه وکړه،   وروسته له دې چې ترې هر کس د پېسو غوښتنه کوله، دوى به يې ورته په ګوته کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.