ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
14 Nov 2013 - 12:30
د اتو وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
14 Nov 2013 - 12:30

کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال په ځينو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.

د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد چاڼيز عمليات ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او اېتلافي ځواکونو د لغمان، کندهار، اروزګان، لوګر، هرات، غور او هلمند ولايتونو کې ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اووه نور وسله وال ژوندي نيولي او له هغوى يې يوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

خو وسله وال طالبان ياده خبره نه مني او وايي، چې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال په يو شمېر ولايتونو کې پر بهرنيو او کورنيو ځواکونو بريدونه کړي او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت دغه راز وايي، د کابل پوليسو تېره ورځ اته تنه د انسان تښتونې، وژنو او غلا په تور نيولي دي.

د سرچينې په وينا، دغه کسان يې د کابل ښار د شپږمې، اوومې، اتمې  او يوولسمې امنيتي حوزو په اړوندو سيمو کې نيولي او اوسمهال د ملي پوليسو تر پوښتنو لاندې دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.