ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استاد نصرالله حافظ ومړ

استاد نصرالله حافظ ومړ

author avatar
14 Nov 2013 - 11:03
استاد نصرالله حافظ ومړ
author avatar
14 Nov 2013 - 11:03

کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٢): د هېواد د پښتو ژبې پياوړى شاعر او ليکوال استاد نصرالله حافظ د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه په کابل ښار کې وفات شو.

د نوموړي د کورنۍ غړي صديق الله بدر نن (د لړم ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې استاد حافظ ته څلور ورځې وړاندې په خپل کور کې له زينې څخه د راغورځېدو له امله مغزي خون ريزي پيدا شوې وه او له همدې کبله د کابل ښار په سردار داوود خان (څلور سوه بستريز) روغتون کې بستر شو.

ده زياته کړه، چې نوموړي تېره شپه دوه بجې د ٨٢ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.

د هغه په وينا، د حافظ جنازه نن له خپل کوره چې د کابل ښار په شاه شهيد سيمه کې موقعيت لري، د جلال اباد پر لور ولېږدول شوه او هلته به د امير شهيد په بڼ کې د هغه د جنازې مراسم ترسره شي.

بدر وايي، چې د مرحوم حافظ مړى به د چپرهار ولسوالۍ په حافظانو کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

هغه زياتوي، چې استاد حافظ د ژوند، مينې او سولې شاعر و، د هغه په شعر کې مينه، عاطفه او ښکلا پرته وه.

د ده په خبره، د نوموړي په شعرونو کې د سولې او مينې پيغام پروت و او ولس يې هېوادپالنې او يووالي ته هڅاوه.

د يادولو ده، چې نصرالله حافظ د ميرزا نور اسلام زوی، په ۱۳۱۰ لمريز کال کې يې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په حافظانو کلي کې د نړى ته سترګې غړولې وې.

نوموړى د نظم او نثر په برخه کې ١٣ چاپ شوي او شاوخوا ٢٦ ناچاپ اثار لري.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.