اسعداباد (پژواک ٢٣ لړم ٩٢): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، چې په دانګام ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ملکي وګړي او يو پوليس وژلي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سيمه بن شاهي کې د سرحدي پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي چې په ياد موټر کې سپاره وو او يو سرحدي پوليس وژل شوي دي. دغه راز دوه نور سرحدي پوليس ټپيان دي.
د هغه په وينا، چې په ياده پېښه کې رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او وايي، چې په دې چاودنه کې يې پنځه سرحدي پوليس وژلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن