ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روږدي کسان په کندهار کې د مياشتې ٣ ميليونه ډالر پر نشه يي توکو لګوي

روږدي کسان په کندهار کې د مياشتې ٣ ميليونه ډالر پر نشه يي توکو لګوي

author avatar
16 Nov 2013 - 17:19
روږدي کسان په کندهار کې د مياشتې ٣ ميليونه ډالر پر نشه يي توکو لګوي
author avatar
16 Nov 2013 - 17:19

کندهار ( پژواک ٢٥ لړم ٩٢ ) : د کندهار والي وايي، دا مهال په کندهار کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شا وخوا ١٠٠ زره ته رسېږي، چې هره ورځ تر ١٠٠ زره ډالر زيات د نشه يي توکو په رانيولو لګوي.

 

پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په هغه غونډه کې وکړې، چې نن په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، چې پکې د کندهار د بېلابېلو ولسواليو ولسوالانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، کروندګرو او نورو ګډون کړى و.

 

ټاکل شوې وه، په دغه غونډه کې له مرکز څخه د مخدره توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارت استازي هم ګډون وکړي او د کوکنارو د کښت د مخنيوي په خوخه خپلې طرحې او پلانونه شريک کړي، خو هغوى دغې غونډې ته نه وو راغلي.

 

ويسا دغې غونډې ته وويل، دا چې په کندهار او شا خوا سيمو کې د کوکنارو د کرلو وخت رانژدې شوى، په کار ده، چې خلک په خپلو ځمکو کوکنار و نه کري او پر ځاى يې روا کښت وکړي.

 

هغه په دې برخه کې له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه، چې سر له اوسه په خپلو خپلو سيمو کې د کوکنارو د کر مخنيوى وکړي.

 

نوموړي ومنله، چې که خلکو ته د روا کښتونو په برخه کې وړ بازار او مارکېټ تضمين ورکړل شي، نو خلک به کوکنار و نه کري.

 

د هغه په وينا، خلک ځکه کوکنار کري، چې د بازار په برخه کې يې ستونزه نه لري، خريدار د کور دروازې ته ورځي او همالته يې ترې اخلي، خو که کروندګر غنم کري، نو د غنمو لپاره کافي اوبو، ګودامونو، سړکونو، پلونو او بلاخره مارکېټ ته اړتيا لري.

 

دى وايي، په دې برخه کې يې په وار وار له بهرنيانو سره خبرې کړې، چې ولې ايساف ځواکونو ته له بهر څخه سبزيجات راوړل کېږي او يا دا چې ولي ملګري ملتونو او د خوراک نړيوال سازمان د دې پر ځاى چې په نورو هېوادونو کې په ګرانه بيه غنم رانيسي، ولې يې دلته له افغاني بزګرو نه رانيسي.

 

د نوموړي په باور دا هغه لارې چارې دي، چې د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې اغېزناکې ثباتېداى شي.

 

هغه په دې برخه کې له وزارتخانو هم وغوښتل، چې د خبرو پر ځاى ډېر تمرکز پر عمل وکړي او په دې برخه کې جدي کار وکړي.

 

نوموړي د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې د فوډ زون د پروګرام په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په يوه مياشت کې دننه به دغه پروګرام پيل شي، چې د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅونه، په مخدره توکو د روږدتيا يا اعتياد مخنيوى، د مخدره توکيو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او د قانون تنفيذ يې څلور عمده برخې جوړوي.

 

د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره ٢٠ ميليونه ډالر په پام کې نيول شوي، چې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي او دوه کاله وخت به ولري.

 

خو والي د دې تر څنګ ټينګار وکړ چې د کوکنارو د مخنيوي لپاره دې د کور، جومات او ښوونځي تر منځ واټن نور هم نژدې شي، تر څو په کور کې د کورنۍ مشران، په جوماتونو کې امامان او په ښوونځيو کې ښوونکي ځوانانو او ماشومانو ته د دغو خطرناکو توکو په اړه عامه پوهاى ورکړي.

 

هغه زياته کړه: ((همدا اوس په کندهار کې يو لک کسان په نشه يي توکو روږدي دي، که هغوى د ورځې د پنځوسو افغانيو معادل يو ډالر د نشه يي توکو په رانيولو ولګوي، نو معنا يې دا ده چې هغوى هره ورځ سل زره ډالر سوځوي، چې دا د ټولنې پر اوږو لوى بار او يو ناورين دى.))

 

د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله هم په دغه غونډه کې د کوکنارو پر زيانونو خبرې وکړې او ويې ويل، چې له ديني عالمانو سره په تفاهم به په جوماتونو کې د دغه مضر بوټي په اړه د خلکو ذهنيتونه روښانه کوي.

 

دغه راز د کندهار د پوهنې رياست استازي سيد روح الله اغا هم ژمنه وکړه، چې په ښوونځيو کې به له ټولو ښوونکو سره په ګډه کار کوي، تر څو ځوانان د نشه يي توکو پر اضرارو پوه کړي.

 

د ولسوالانو په استازيتوب د ميوند ولسوال صالح محمد نورزي وويل، چې ډېر خلک د اوبو د کمښت او اقتصادي ستونزو له امله مجبوراً کوکنار کري، خو دا ستونزې هغوى ته برائت نه شي ورکولاى شي، چې هغوى دې کوکنار وکري.

 

هغه غوښتنه وکړه، چې له خلکو سره دې د کوکنارو د نه کرلو په صورت کې لازمې مرستې وشي او د کروندګرو حلالو کښتونو ته دي مارکېټ پيدا شي.

 

په داسې حال کې چې په کندهار ولايت کې د کوکنارو د کرلو وخت رانژدې شوى، ورسره چارواکي هلې ځلې کوي، چې خلک اړباسي دغه پر خپلو ځمکو دغه توکي و نه کري.

 

په دې برخه کې يو هم د فوډ زون په نوم پروګرام دى، چې په کندهار کې به د لومړي ځل لپاره پلى کېږي، تر څو خلک د کوکنارو له کښت څخه راوګرځوي.

 

د کندهار ولايت ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي، چې تر نورو پکې زيات کوکنار کرل کېږي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.