ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د امنيتي ننګونو د مخنيوي په موخه کنفرانس جوړ شو

خوست کې د امنيتي ننګونو د مخنيوي په موخه کنفرانس جوړ شو

author avatar
17 Nov 2013 - 14:14
خوست کې د امنيتي ننګونو د مخنيوي په موخه کنفرانس جوړ شو
author avatar
17 Nov 2013 - 14:14

خوست ښار (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): په خوست کې د امنيتي ننګونو د لرې کولو په موخه يو ورځنی کنفرانس جوړ شو، چې پر والي سربېره ټولو نظامي او ملکي چارواکو او ځينو لوړ پوړو مامورانو په کې ګډون کړى دى.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه کنفرانس د پرانيستې پر مهال وويل، چې له دغه کنفرانس څخه يې موخه په دغه ولايت کې د امنيت پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو له منځه وړل دي.

هغه وويل، چې که څه هم اوس امنيتي وضعيت په نسبي ډول ښه دی، خو په ښار او اطرافي سيمو کې د نا امنۍ ځينې داسې پېښې کېږي، چې امنيت ننګوي او د خلکو تر منځ وېره خپروي.

نوموړي وويل، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ فضا ښه ده او دغه راز ټول امنيتي ځواکونه پياوړي او د امنيت د ټينګښت پوره وړتيا لري.

سره له دې، چې د ځينو امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې ګڼ شمېر حکومتي ادارې غير فعالې دي او ماموران خپلو دند ته نه ځي، خو والي نعيمي وايي، چې په دې برخه کې جدي ګام پورته کوي.

د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت وايي، چې له سرحدي سيمو له قاچاقي لارو د موټربمونو راوړل، چې پوليس يې مخنيوی نه شي کولای، تر ټولو ستره امنيتي ستونزه ده.

هغه زياتوي، که څه هم په سرحدي سيمو کې يې د سرحدي پوليسو تر څنګ ګڼ شمېر ملي پوليس هم ځای پر ځای کړي دي، خو بايد وويل شي چې د ځينو قاچاقي لارو څارل د پوليسو له وسه وتلی کار دی.

امنيه قوماندان چې په دې وروستيو کې په د خوست د امنيې قوماندان په توګه نوى پر دنده ګومارل شوی وايي، چې په دغه ولايت کې د امنيت د لا ټينګښت لپاره پر ځانګړي امنيتي پلان کار کوي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا سرپرست قوماندان محمدزمان وايي، چې د پخوا په پرتله اوس د دوی سرتېري پياوړي شوي او د ټولو پوځي عملياتو مشري په خپله غاړه لري.

هغه زياتوي، چې په خوست او پکتيا کې تر لسو زيات د امريکايي ځواکونو د اډو مسووليت هم ملي اردو ته لېږدول شوی او د امنيت په تامين کې يې ښه رول لوبولی دی.

په خوست کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز مشر بريد جنرال غازي مير ځدراڼ وايي، که څه هم په دغه ولايت کې د امنيتي ارګانونو تر منځ يې د پوره همغږۍ د رامنځته کولو هڅې کړې، خو زياتوي، په هغه اندازه، چې لازمه ده، همغږي نه ده رامنځته شوې.

هغه وايي، چې په دغه ولايت کې ماين خښوونکي، وسله والې ډلې، ځانمرګي او ډله ييز بريد کوونکي د شپې له خوا په ازاد ډول فعاليت کوي.

غازي مير زياتوي، د دغو ډلو د مخنيوي لپاره لازمه ده، چې امنيتي ارګانونه په خپل منځ کې پوره همغږي ولري او د هغوی د فعاليتونو مخه ډب کړي.

د خوست د امنيتي ننګونو د څېړلو په دغه کنفرانس کې ځينو نورو حکومتي چارواکو او مسوولينو هم د امنيتي ستونزو د مخنيوي په برخه کې خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د خپل مسووليت له مخې د لا نور پرمختګ خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال په رانږدې سره له دغه ولايته د ناټو ځواکونو قواوې د وتلو په حال کې دي او په دغه ولايت کې ستره پوخي اډه يې لا له وړاندې تخليه کړې ده.

 

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.