کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٢): د مشورتي لويې جرګې د چمتووالي کمېسيون وايي، دې جرګې ته د ګډون کوونکو راتګ پيل شوى او نن ورځ ٥٠٠ تنه رارسېدلي دي.
د يادې جرګې وياند عبدالخالق حسيني پشه يي د لړم په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په يادو کسانو کې د لغمان، کاپيسا، پروان، بلخ، هرات، اروزګان او لوګر ولايتونو استازي او د ايران، پاکستان او اروپا څخه راغلي افغانان شامل دي.
ده زياته کړه، د جرګې د ګډون کوونکو راتګ به سبا او بل سبا هم دوام وکړي او هيله ده، د لړم تر ٢٨مې بشپړ شي.
ټاکل شوې مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند د بحث په موخه د ٢٥٠٠ تنو په ګډون سره د لړم په ٣٠مه په کابل کې جوړه شي.
له بلې خوا د چارو ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشاء رييس وايي، چې سر له سبا به په جرګې کې د ګډون کوونکو د نوم ليکنې بهير پيل شي.
يادې څرګندونې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن