ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په کندهار کې شپږ تنه وژلي

طالبانو په کندهار کې شپږ تنه وژلي

author avatar
17 Nov 2013 - 13:03
طالبانو په کندهار کې شپږ تنه وژلي
author avatar
17 Nov 2013 - 13:03

کندهار (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې وسله والو شپږ تنه له تښتولو وروسته وژلي دي.

د کندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوي شپږ تنه په کار پسې راوتلي ملکي وګړي وو، چې د طالبانو له خوا نيول شوي او وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه کسان د کار موندلو په موخه لومړى د زابل ولايت اټغر ولسوالۍ او بيا معروف ولسوالۍ ته تللي وو، خو کله چې له هغې خوا بېرته راتلل، په ارغستان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو له موټره کښته کړي او له ځان سره يې وړي وو.

د نوموړي په وينا، دغه کسان د وسله والو طالبانو له لوري تر بيولو وروسته درې ورځې نادرکه وو، چې بالاخره يې مړي تېره شپه د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې په داسې حال کې وموندل شول، چې په ډېر بد حالت کې وژل شوي او سرونه ورڅخه غوڅ شوي وو.

دى وايي، پوليسو په ياده سيمه کې عمليات پيل کړي، څو د پېښې عاملين پيدا کړي.

بلخوا د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار بيا وژل شوي کسان ملي پوليس بولي او وايي، چې هغوى له وسلو پرته په خپلو شخصي جامو کې کوم ځاى ته روان وو، چې د طالبانو له خوا په ارغستان ولسوالۍ کې له موټره کښته شول.

خو د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، وژل شوي عام کارګر دي، چې درې ورځې وړاندې د ارغستان ولسوالۍ او د زابل د سيوري ولسوالۍ تر منځ سيمې څخه تښتول شوي او مړي يې د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

دى وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې دوام لري.

د يادې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په زابل ولايت کې هم اوه کسان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.