ميمنه(پژواک،٢٧ لړم ٩٢):د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ بازار ، چې وسله والو طالبانو نيولى و، د دوو طالبانو په وژل کېدو بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته ورغى.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بازار پرون سهار د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد، خو دولتي ځواکونو تېره شپه د عملياتو په ترڅ کې بېرته نيولى دى.
دى وايي، چې په دې عملياتو کې دوه طالبان، چې يو په کې په قيصار کې د طالبانو دقوماندان عبدالغني تايمني کس دى وژل شوي دي.
د صديقي په خبره، وسله والو طالبانو د شاخ په بازار کې د يوه روزنيز او حرفوي مرکز څخه چې د اکتيد موسسې له خوا ورسره مرسته کېده، کمپيوټرونه او روزنيز لوازم هم له ځان سره وړي دي.
د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې وسله وال طالبان دې مرکز ته نه دي رسيدلي، خو کمپيوټرونه او وسايل يې د يو شمېر فرصت طلبو اشخاصو له خوا لوټ شوي دي.
ده زياته کړه، چې د طالبانو پر ضد عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د سيمې يوه مخور، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې طالبانو د موټرسايکلونو، موټرو او اسونو پر وسيله په شاخ بازار بريد کړى و.
سرچينه وايي، چې په دې پېښه کې خلکو ته زيان نه دى رسېدلى او طالبانو ددې فرصت ونه موند، چې ځايي استوګن وځوروي.
طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، چې د شاخ بازار د بادغيس او غور ولايتونو سره ګډه پوله لري او څلور مياشتې وړاندې هم له وسله والو طالبانو سره د څلور ساعته جګړې وروسته بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلى و. په دې جګړه کې د طالبانو د پوځي مسوول په ګډون څلور طالبان وژل شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن