کابل (پژواک٢٧لړم٩٢): د هغو پنځو سرپرست او نوماند وزيرانو ژوندليکونه چې د ولسمشر کرزي د وروستي فرمان له مخې ټاکل شوي دي او په پام کې ده چې ولسي جرګې ته د باور د رايې اخستلو لپاره وروپېژندل شي.
د ضرار احمدعثماني ژوندليک
ضراراحمد عثماني د ميرمحمدعثمان زوى، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د پروان ولايت په خواجه سياران کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په سيد جمال الدين افغان لېسه کې پاى ته رسولي او د کابل د حبيبيې له عالي لېسې فارغ شوى دى.
عثماني له ښوونځي تر فراغت وروسته د کابل پولي تکنيک پوهنتون ساختماني څانګې کې شامل شو، خپلو زده کړو ته يې په همدغه پوهنځي کې تر درېيم ټولګي پورې دوام ورکړ، خو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل وروسته عثماني په ١٣٦٦ لمريز کال د هېواد په شمال کې د مجاهدينو ليکو ت ولاړ.
عثماني د څه مودې لپاره د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د دفتر د مرستيال، د پروان امنيه قوماندان او په تهران کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرټر په توګه دندې اجرا کړې دي.
نوموړي په ١٣٨٢ لمريز کال د لنډمهالې ادارې په راتګ سره لومړى د پروان د والي په توګه وټاکل شو او تر ١٣٨٤ کال پورې پر همدې څوکۍ پاتې شو، وروسته د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال په توګه وټاکل شو.
عثماني د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کې د کورنيو چارو د وزير په حيث له ولسي جرګې څخه د باور رايه واخيسته او د ١٣٨٧لمريز کال تر نيمايي پورې يې دا دنده تر سره کړه.
تر دې وروسته بيا په ١٣٨٨ لمريز کال د ولسمشر کرزي له لوري له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزير په توګه وټاکل شو.
نوموړى د روانې لړم مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر د فرمان له مخې، څلورو نورو وزارتونو ته د سرپرستانو ترڅنګ دى د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو.
ټاکل شوې، چې نوموړى به د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
ضرار احمد عثماني د خپلې دندې پر مهال د پروان د ښوونکو د روزنې موسسې په انسټيټيوټ کې د رياضي او فزيک په څانګه کې زده کړې کړي او د ليسانس سند يې ترلاسه کړى دى.
د دين محمد مبارز راشدي ژوندليک
دين محمد مبارز راشدي د محدعظيم زوى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال د سرپل ولايت په مرکز کې زېږېدلى دى.
راشدي په سرپل کې د منهاج السراج له عالي لېسې فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې د دوکتورا تر کچې د اسلامي فرهنګ او پوهنې په برخه کې ترسره کړې دي.
نوموړي د زياتې مودې لپاره د هېواد په مطبوعاتو کې کار کړى او په وينا يې د افغانستان د نويو راټوکېدلو مطبوعاتو د ودې لپاره يې د پام وړ هڅې کړې دي.
راشدي په ١٣٨٦ لمريز کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستيال په توګه وټاکل شو، چې د روان کال د لړم مياشتې تر لومړيو پر همدې څوکۍ پاتې وو.
نوموړى د روانې مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر کرزي له لوري له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
راشدي د فلسفې، حقوقو، سياست، فقهې، اصولو، ديني افکارو او ډيموکراسۍ په اړه ګڼې مقالې هم ليکلې دي.
د محمد اکبر بارکزي ژوندليک
محمد اکبر بارکزى د بغلان اوسېدونکى دى، چې په ١٣٥٧ کال کې په بغلان کې د زراعت له ښوونځي څخه فارغ شوى.
نوموړى د روانې لړم مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر د فرمان له مخې، د څلورو نورو وزارتونو د سرپرستانو ترڅنګ، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وټاکل شو.
تر ده وړاندې وحيدالله شهراني د وزير په توګه دنده ترسره کوله ، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه يې له دندې استعفا وکړه.
بارکزى د کانونو په وزارت کې يو کلنه تجربه هم درلوده. نوموړى تر دې وړاندې د فوايد عامې وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.
بارکزى همداراز د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال او د بغلان او غزني والي هم پاتې شوى دى.
بارکزى د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ته منسوب دى.
محمد شاکر کارګر
محمد شاکر کارګر، چې په ١٩٨٣ کال کې په فارياب ولايت کې زېږېدلى دى. وړاندې له دې چې د سوداګرۍ او صنايعووزارت د سرپرست په توګه وټاکل شي په اذربايجان کې د افغانستان سفير وو.
نوموړى همداراز د اوبو او برېښنا د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې او د ولسي جرګې په تېره دوره کې د فارياب د خلکو استازى وو.
محمد عارف نورزی
محمد عارف نورزى د محمد موسى خان زوى، چې په ١٣٣٧ هجري لمريز کال کې په کندهار کې زېږېدلى دى.
نورزي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د فاضل کندهاري په ښوونځي کې او ثانوي زده کړې يې د احمدشاه بابا په عالي ليسه کې پاى ته ورسولې. نوموړي د کرنې په برخه کې تر څلورم سمستر پورې په کابل پوهنتون کې زده کړې کړې دي.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل وروسته له مجاهدينو سره يوځاى شو او له همدې امله يې زده کړې نيمګړې پاتې شوې.
له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو او په افغانستان کې د کمونستي رژيم تر ړنګېدو وروسته، نورزى په ملکي او نظامي تشکيلاتو کې، چې په ١٣٧١ کال کې په کندهار کې جوړ شو، د تورن جنرالۍ رتبه ترلاسه کړه او د اوومې فرقې د قوماندان په توګه وټاکل شو.
نوموړى د اهل حل او عقد شورا غړيتوب هم درلود. دې شورا د کمونستي رژيم تر ړنګېدو وروسته استاد برهان الدين رباني د ولسمشر په توګه وټاکه. نوموړى د استاد عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د اتحاد اسلامي ګوند ته منسوب دى.
په افغانستان کې په ١٣٨١ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت په منځ ته راتګ سره، نوموړى د خفيفه صنايعو او خوراکي توکو د وزير په توګه وټاکل شو او په انتقالي دوره کې د سرحداتو او قبايلو وزير وو.
نوموړى د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کندهارد خلکو استازى وو، چې د رايو په اکثريت د ولسي جرګې مرستيال وټاکل شو. نورزي، په قومي چارو کې د ولسمشر کرزي د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
نوموړى د روانې لړم مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر د فرمان له مخې د څلورو نورو وزارتونو د سرپرستانو ترڅنګ، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وټاکل شو.
له نورزي وړاندې پخواني جهادي مشر محمد اسماعيل خان ددې وزارت په راس کې وو، خو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه يې له خپلې دندې استعفا وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن