ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وحدت: ځانمرګي بريدونه به د بلخ د چارواکو د کار روحيه کمزورې نه کړي

وحدت: ځانمرګي بريدونه به د بلخ د چارواکو د کار روحيه کمزورې نه کړي

author avatar
18 Nov 2013 - 15:00
وحدت: ځانمرګي بريدونه به د بلخ د چارواکو د کار روحيه کمزورې نه کړي
author avatar
18 Nov 2013 - 15:00

مزارشريف ( پژواک ٢٧  لړم ٩٢ ) : د بلخ مرستيال والي ظاهر وحدت وايي، چې ځانمرګي بريدونه به ددې ولايت د چارواکو د کار روحيه کمزورې نه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ٢٧مه، په مزار شريف کې ديوې خبري غونډ په ترڅ کې په داسې حال کې وکړې، چې پرون د مزار شريف ښار د کارته اريانا په سيمه کې پرې ځانمرګى بريد شوى و.

په دې پلي ځانمرګي بريد کې يو تن ووژل شو او د مرستيال والي د دوو ساتونکو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي وو.

مرستيال والي ظاهر وحدت زياته کړه ، چې دا ډول بريدونه د افغانستان دښمنان ترسره کوي او له دې سره نه شي کولای، چې د بلخ د سيمه ييزې ادارې د چارواکو روحيه کمزورې کړي.

هغه زياته کړه :(( که موږ په خپلو دندو کې غفلت وکړو او يا هم ووېريږو، نو له دې سره د افغانستان دښمنان ګومان کوي، چې ګوندې دوی بريالي شوي دي. ))

وحدت وايي، څوک چې مبارزه کوي هغه بيا ملاتړي او ميدان ته راوځي : (( موږ هم چې ميدان ته راوتلي يو، ملا موتړلې، د چا له تهديد څخه نه وېريږو، موږ وياړو چې دې هېواد لپاره کار کوو.))

نوموړي د بلخ له امنيتي ځواکونو هم مننه وکړه، چې له پروني ځانمرګي بريد وروسته يې ساحه په عاجل ډول کنټرول کړه .

ظاهر وحدت زياتوي ، چې دا په خپل ډول لومړنی بريد دی، چې د بلخ ولايت پر يوه چارواکي ترسره کېږي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : ((  موږ دا نشو ويلی چې خدای مکړه امنيتي ځواکونه کمزوري دي، بلکې د افغانستان په څير جنګ ځپلو هېوادونو کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.))  

هغه دا هم وويل ، چې پوليس او امنيتي ځواکونه به شپه او ورځ هڅه وکړي، څو د بلخ د خلکو لپاره ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.