ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ودونو کې ډزو د ننګرهار خلک  اندېښمن کړي

په ودونو کې ډزو د ننګرهار خلک اندېښمن کړي

author avatar
18 Nov 2013 - 14:04
په ودونو کې ډزو د ننګرهار خلک  اندېښمن کړي
author avatar
18 Nov 2013 - 14:04

جلال اباد(پژواک،٢٧ لړم٩٢): د ننګرهار د جلال اباد ښار او يو شمېر نږدې ولسواليو اوسېدونکي په دې وروستيو کې په ودونو کې ډزو خورا اندېښمن کړي دي.

دوى وايي ، چې هره شپه په ښار او نږدې پرتو ولسواليو کې د ودونو پر مهال ډزې وي، خو امنيتي اداره يې پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي.

بلخوا د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې دوى هم يادې مسئلې اندېښمن کړي او اوس يې د يادې اندېښنې په اړه جدي اقدامات پيل کړي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکى انعام الله وايي ، چې هره شپه دوى په ښار او نږدې سيمو کې د ډزو اوازونه اوري ، چې دى او کورنۍ يې اندېښمن کيږي.

هغه زياته کړه : (( ناڅاپه ډزې پيل شي، موږ حېران شو، چې بيا جګړه پيل شوه، خو چې پوښتنه وکړو بيا هوايي ډزې وي.))

دى وايي ،څو ورځې وړاندې يې په ګاونډ کې يوه ښځه هم په هوايي مرمۍ لګېدلې ده.

انعام الله زياتوي ، چې د ښار په منځ کې نا مسوول وسله وال په ودونو کې ډزې کوي ، مګر امنيتي ادارې يې په مخنيوي کې پاتې راغلې دي.

د بهسودو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى فضل غني وايي، چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو امنيتي وضعه مخ په ښه کېدو ده، خو هوايي ډزې هغه څه دي، چې کولى شي د ښار امنيتي وضعه نوره هم خرابه کړي.

هغه زياته کړه : (( ما پخپله پوليس ليدلي ، چې واده ته راغلي او ډزې يې کړې دې.))

د نوموړي په وينا، چې که  امنيه قومانداني او نورې امنيتي ادارې په ننګرهار کې د نامسوولو وسله والو پر شتون غور وکړي او هغه کسان چې پرته له مسووليته وسلې ګرځوي د قانون منګولو ته وسپاري، نو مشکل به حل شي.

نوموړى زياتوي، چې امنيتي ادارې د شپې له لوري په ودونو او نورو د خوښيو په مراسمو کې د ډزو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ده وويل: (( ورور مې څه موده وړاندې ويده و، ناڅاپه ډزې وشوې، هغه وارخطاء راپاڅيد او منډه يې کړه له برنډې راولويد او پښه يې ماته شوه.))

د ولايتي شورا غړې انګيزه شينوارې هم اندېښنه ښيي او زياتوي چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې نا مسوول وسله وال زيات شوي ، چې له امله يې بې مورده ډزې هم زياتې شوې دي.

نوموړې وايي: (( لرې پرتې ولسوالۍ خو څه کړې ، ځکه هلته خو د هر چا خپله خوښه ده، اوس په ښار کې هم د شپې ډزې شروع وي، چې پوښتنه يې وکړې يا به واده وي او يا به کوژده .))

د هغې په وينا، امنيتي ادارې بايد د دا ډول ډزو او نا مسوولو وسله والو مخنيوى وکړي، ګوندې په ښار کې به ډاکې  او نورې بدمعاشۍ ډېرې شي.

انګيزه وايي: (( که له اوسه نه يې مخنيوى ونه کړي ، نو مشکل به نور هم زيات شي او بله دا چې دا د ماشومانو په ذهنونو ډېر بد تاثير پرېباسي.))

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د ارواپوهنې استاد سيد رحمان هاشمي وايي ، چې که څه هم نورې جګړې، چاودنې او ګډوډۍ د ماشومانو پر ذهنيتونو بدتاثير پرېباسي له دې سره په خوا کې هغه ډزې ، چې د شپې له لوري په ودونو کې کيږي هم د ماشومانو پر ذهنيتونو منفي تاثير اچوي.

هغه زياته کړه: (( ماشوم ويده وي او يو دم ډزې شي، هغه رابيدار شي، اکثره وخت يو ډول ذهني تکليف ورته پېدا کيږي.))

د نوموړي په وينا، ماشومان په همدا ډول وختونو کې ويره پېدا کوي او په راتلونکي کې د ذهني کمزورۍ اوله نورو ډول ډول اروايي ستونزو سره مخ کيږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې په تېرې يوې مياشتې کې دوى ته د هوايي ډزو له امله ٩ تنه ټپيان او يوتن وژل شوى  دوى ته راوړل شوي دي.

نوموړى وايي: (( ډېرى ټپيان په ودونو کې د هوايي ډزو له امله ټپيان شوي دي.))

دى وايي ، چې که د يادو اعمالو مخنيوى وشي،نو خلک به له ستونزو او اروايي ستونزو خلاص وي.

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي ، چې دوى هم يادې کړنې اندېښمن کړي او دغه موضوع يې څو ځله په امنيتي مجلسونو کې شريکه کړې او وروسته له دې به جدي ګامونه په دې اړه پورته کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل : (( ما ټولو پوليسو ته امر کړى ، چې په هر ځاى کې مو ډزې واورېدې، سم د واره ځان ور ورسوئ، او عامل يې د قانون منګولو  ته وسپارئ چې نور بيا دا کار ونه کړي.))

نوموړى وايي، چې څو کسان يې د هوايي ډزو له امله تهديد او مجازات کړي هم دي او لا به هم په دې اړه تر خپله وسه کار کوي.

شېرزاد زياتوي: (( اصلاً دا ډزې يو دود ګرځېدلى، نو طبعاً مخنيوى يې وخت ته اړتيا لري.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.