کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٢): په کابل ښار کې د ښاروالۍ له لوري د دوه جريبه ځمکې په مساحت کې يو تفريحي پارک پرانيستل شو.
دغه تفريحي پارک، نن د کابل ښاروالۍ د ساختماني او فني مرستيال عبدالاحد واحد، د ځينو دولتي چارواکو او د سيمو د وکيلانو له لوري ګټې اخيستو ته وسپارل شو.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالقادر ارزو پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد پارک د اتمې ناحيې د رحمان مېنې پروژې په سيمه کې موقعيت لري او د ښاروالۍ له بوديجې څخه د ٩٥زرو امريکايي ډالرو په لګښت رغول شوى دى.
هغه زياته کړه، دغه پارک د دوه جريبو په مساحت کې رغول شوى او د ونو او ګلانو تر څنګ به شين او ښکلى چاپېريال هم ولري.
ارزو د دې خبرې د يادولو تر څنګ، چې پارک د فوټبال او واليبال لپاره ورزشي ميدان هم لري، وويل، په دغه ګڼه سيمه کې پخوا کوم پارک نه و، خو اوس د سيمو خلکو ته د تفريح زمينه برابره شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې ټولټال ٢٥ پارکونه د ښاريانو په خدمت کې دي.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر د ښاروالۍ د راتلونکو پلانونو په اړه وويل، اوسمهال په کابل ښار کې ٩ تفريحي پارکونه تر کار لاندې دي او ټاکل شوې په دغو پارکونو کې ماشومانو ته د لوبو ميدانونه هم جوړ شي.
هغه زياته کړه، د کابل ښاروالۍ په ښار کې د ښځو لپاره يو باغ او بازار هم په پام کې لري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن