ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Nov 2013 - 14:13
په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Nov 2013 - 14:13

جلال اباد(پژواک، ٢٨ لړم٩٢): د ننګرهار او لغمان ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د شخصي شخړې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا‌ءعبدالزي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د شېرزادو ولسوالۍ په خان کلا سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ د ماشومانو پر سر نښته رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه ، چې ددې نښتې په پايله کې ديوې حامله دارې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

عبدالزى وايي، چې امنيتي ځواکونو د يادې مرګ ژوبلې په تور يو تن له يو ميل تومانچې سره يوځاى نيولى دى.

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور تنه ور وړل شوي وو، چې دوو تنو يې په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

نوموړى زياتوي ، چې په وژل شويو کې يې يوه حامله داره ښځه او يو سړى شامل دي.

ډاکټر نوراغا وايي، چې  يوه ماشومه او يوبل سړى  ټپيان دي ، چې د عامې روغتيا روغتون ته يې انتقال کړي دي.

همداراز عبدالزى وايي، چې نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په شش خېلو سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات شوي ، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې ، دولتي چارواکي وايي ، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې  تېره شپه ناوخته ددولت شاه ولسوالۍ په بانډه سيمه کې د ملي ځواکونو د عملياتو پر مهال د خان محمد نظامي په نامه د وسله والو مخالفينو د يوه  مشهور قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې يو وسله وال په ټپي حالت کې ژوندى نيول شوى او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او  بل ټپي دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.