د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" په قيصار ولسوالۍ کې د جګړې مشرتوب پاکستانيان پر غاړه لري"

" په قيصار ولسوالۍ کې د جګړې مشرتوب پاکستانيان پر غاړه لري"

Nov 19, 2013 - 15:49

ميمنه (پژواک ٢٨ لړم ٩٢): سيمه ييز چارواکي وايي، د فارياب، بادغيس او غور ولايتونو  سلګونو طالبانو، چې رهبري يې پاکستانيان پر غاړه لري، د قيصار ولسوالۍ پر شاخ بازار بريد کړى او دواړو لوريو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي ، چې کله د پاکستاني وسله والو يوه ډله قيصار ته راغله، له يادو درېيو ولايتونو يې د حشر په ډول سلګونه طالبان راغوښتي، تر څو د شاخ بازار تر خپل واک لاندې راولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، جګړه تر اوسه روانه ده او تر دې مهاله درې طالبان، يو سيمه ييز پوليس او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او پنځه طالبان، يو سيمه ييز پوليس او پنځه ملکى وګړي ټپيان شوي دي.

د قيصار د ولسوال په وينا، د سراسياب، مغل، قبچاق، تيموري، شورابک او ترکمنو له کليو سلګونه کورنۍ بېځايه شوي او غرنيو کليو ته يې پناه وړې ده.

د فارياب ولايتي شورا منشي سيد عبدالباقي هاشمي، چې د قيصار اصلي اوسېدونکى دى ادعا وکړه، چې طالبانو شاوخوا پنځه سوه کورنۍ، تر خپلې ولکې لاندې سيمو ته کډه کولو ته مجبورې کړې دي. 

هاشمي هم د دې مدعي دى، چې د جګړې مشرتوب د پاکستانيانو په لاس کې دى او له مسوولو چارواکو يې وغوښتل، چې په قيصار ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت او د خلکو د مال او ځان د خونديتوب په اړه جدي اقدام وکړي.

له بلې خوا د قيصار د خلکو شورا مشر احمدفواد وويل: " که دولت د امنيتي پوستو په سمبالولو او ټينګښت کې هڅه ونکړي، نو د شاخ بازار، چې د ستراتيژيک موقيعت لرونکى دى، د طالبانو تر ولکې لاندې راشي."

د هغه په وينا، شاخ دوه بازارونه لري او د سقوط پر مهال به طالبانو ته يوه مهمه اقتصادي اډه وي، چې د قيصار د خواجه کنتي سيمې په څېر به يې بيا تر واک لاندې راوستل ستونزمن کار وي.

سيمه ييز چارواکي وايي، طالبانو د شاخ بازار دوه ورځې وړاندې لاندې کړى و، خو د ١٨ ساعتونو په تېرېدو سره سيمه يو ځل بيا د هغوى د دوو تنو په وژل کېدو سره د دولتي ځواکونو تر واک لاندې راغلې ده.

د فارياب والي محمد الله بتاش څه موده وړاندې ويلي و، پاکستاني طالبانو په غورماچ ولسوالۍ کې د کورنيو طالبانو وسلې ثبت کړې او هغوى ته د المار  بند او حلقوي سړک د کار بندلو په شرط پيسې ورکوي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement