لشکرګاه( پژواک،٢٩ لړم ٩٢): امنيتي سرچينې وايي، چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان نن سهار په جګړه کې وژل شوى او ساتونکى يې ټپي دى.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د لړم په ٢٩مه پژواک ته وويل،د مارجې امنيه قوماندان لومړى څارن توريالى په جګړه کې ووژل شو.
سرچينه زياتوي، وسله والو سهار وختي پر امنيتي پوستو بريد وکړ ، چې کله امنيه قوماندان سيمې ته ورغى، نو په جګړه کې ښکيل شو، چې وروسته توريالى ووژل شو او ساتونکى يې ټپي شو.
خو هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مسوول سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک ته وويل، چې د مارجې امنيه قوماندان او ساتونکى يې دواړه ټپيان شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې سهار له اتو تر لسو بجو د دواړو لوريو تر منځ درنه جګړه وشوه او په کې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن