ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشورتي جرګې له جوړېدو سره سم په کندهار کې هم امنيتي تدابير نيول شوي

author avatar
20 Nov 2013 - 17:40
author avatar
20 Nov 2013 - 17:40

 کندهار( پژواک ٢٩ لړم ، ١٣٩٢) :د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په کابل کې د مشورتي جرګې له جوړېدو سره يې په دغه ولايت کې هم ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي.

 د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند پر سر سبا د پنجشنبې په ورځ مشورتي لويه جرګه په کابل کې جوړېږي.

 په دې اړه نن د لړم په ٢٩مه، د کندهار ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې پر جوړ شوي امنيتي پلان بحث وشو، چې پکې د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، د درېيم سرحدي زون قوماندان ډګروال محمد رسول عليزي، د ملي امنيت رئيس او يو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.

 د کندهار ولايت مرستيال وويل، چې وسله وال مخالفين هڅه کوي د جرګې پر مهال په مرکز او ولايتونو کې امنيت ګډ وډ کړي، خو امنيتي ځواکونو د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کې هم کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

 هغه زياته کړه: ((وسله وال مخالفين دا نه شي زغملاى چې په جرګه کې دې د هېواد په کچه د ملي منافعو، ملي ستراتيژۍ او ملي اساساتو د ساتنې په موخه بحث او خبرې وشي، ځکه هغوى غواړي چې پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.))

 خو هيله يې وښودله، چې د نيول شوو امنيتي تدابيرو په پايله کې به د هغوى د احتمالي بريدونو مخنيوى وشي.

 نوموړي په دې برخه کې د کندهار له اوسېدونکو څخه هم وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

 په دغه غونډه کې د امنيتي ځواکونو مسوولينو د روانې اوونۍ په اوږدو کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د وسله والو ډېر بريدونه يې شنډ کړي او د هغوى د فعاليتونو مخه يې نيولې ده.

 د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، چې په دغه اوونۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا په کندهار ښار او ولسواليو کې چاڼيز عمليات شوي، چې پکې د يو شمېر وسله والو د وژل کېدو تر څنګ د هغوى وسلې او مهمات نيول شوي او دغه راز ګڼ شمېر ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

 اطرافي ډاډ ورکړ، چې له امنيتي ارګانونو سره په ګډه په کندهار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او د جرګې پر مهال به د هراز ورانکارو فعالتيونو مخه نيول کېږي.

 امنيتي مسوولين داسې مهال په کندهار ولايت کې د امنيتي تدابير د نيول کېدو خبر ورکوي، چې همدا نن سهار هم يو ځانمرګى هدف ته تر رسېدو وړاندې د پوليسو په ډزو ووژل شو.

 يوه ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل يې د کار په پلمه منډيګګ ماڼې ته ننوځي، د پوليسو له خوا پېژندل شوى او ځاى پر ځاى وژل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.