ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي سند به هغه مهال لاسليک شي چې ټاکنې ترسره شي”

“امنيتي سند به هغه مهال لاسليک شي چې ټاکنې ترسره شي”

author avatar
21 Nov 2013 - 15:28
“امنيتي سند به هغه مهال لاسليک شي چې ټاکنې ترسره شي”
author avatar
21 Nov 2013 - 15:28

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي، که لويې جرګې امنيتي هوکړه ليک تاييد کړ او شورا تصويب هم کړ، خو لاسليک به هغه مهال شي چې ټاکنې ترسره شي.

حامد کرزي چې د امنيتي تړون په اړه جوړې شوې مشورتي لويې جرګې ته يې خبرې کولې، وويل: “که چېرې تاسو موافقه وکړه، چې دا قرارداد وشي، نو بايد امريکا متعهده شي تر دې مخکې چې دا قراداد که تاسو ومنئ او شورا تصويب کړ، نو قرارداد دې هله امضا شي چې انتخابات شوي وي، په سمه او په عزت، امن مو تثبيت شوى وي، چې موږ پوهېدلي يو چې د امن خوا ته روان يو، دوى دې له موږ سره همکار شي، د دې انتخاباتو تجربي لرو، تکراروم يې نه.”

هغه زياته کړه: “نو موږ يو ميعاد غواړو، که چېرې تاسو موافقه وکړه، چې زموږ کار په خير وشي، زموږ انتخابات صحي وشي، که خراب وشي پر ما تاوانېږي. امريکا او غرب ډېر زور لري، هغوى به کرار ناست وي، ملت به ماته نفرين کوي چې انتخابات دې غلط وکړل او زه يواځې نه شم کولى چې د دوى د همکاري لاس، نه د تقلب لاس او د همسايه ګانو راسره نه وي، دا انتخابات موږ په خير نه شو کولى، نو زه پر امنه انتخابات غواړم، با عزته انتخابات چې د افغانستان ملت په ټول اختيار په امن او سوله کې کانديدانو ته رايه ورکړي.

نو په دې شرايطو سره چې دوى په تطبيق کې له موږ سره همکار شي او وښيي چې د افغانستان له سولې او امن سره همکار وي، د افغانستان سوله او امن د دوى په لاس کې دى، که په سوله کې همکاري راسره وکړي، انشاءالله موږ د سولې خاوندان يو.”

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

کرزي له امريکا او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان او امريکا متحدو ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون سند د دواړو هېوادونو تر منځ په ١٣٩١ کال کې د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې لاسليک کېږي.

د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو له تېر شاوخوا يو کال راهيسې په دې اړه اوږده بحثونه کړي دي.

د دغو بحثونو په پايله کې برابره شوې مسوده، د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له يو ليک سره نن مشورتي لويې جرګې ته چې د ولسمشر کرزي په غوښتنه په کابل کې جوړه شوې، وسپارل شوه.

په دې څلور ورځنۍ مشورتي جرګه کې ٣٠٠٠ تنه برخه لري، چې ٢٥٠٠ يې غړي او نور مېلمانه دي.

ټاکل شوې د يادې جرګې تر مشورې وروسته ياد امنيتي سند د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي.

حامد کرزي وويل، چې د افغانستان حکومت له امريکايي چارواکو سره په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له “قضايي مصوونيت” پرته د امنيتي تړون په اړه په نورو مواردو کې هوکړې ته رسېدلى دى.

د کرزي د څرګندونو له مخې، د تړون هدف دا و چې په کليو کې د امريکايانو بريدونه او د کورونو پلټل بند شي، خلک مصوون شي او خپلې مرستې د افغاني ادارو له لارې د قانون له مخې ولګوي.

هغه د دغه تړون په اړه وويل: “هدف دا و چې زموږ پوځ وروزي، سم يې وروزي د بخور او نمير روزنه نه منو. موږ جېټ غواړو دوى بيمبيرک راکوي. موږ ټانک غواړو دوى پيک اپ راکوي. بمبيرک او پيک اپ خو له جاپان څخه په خپله هم اخيستى شو.”

کرزي وويل، د افغان چارواکو غوښتنه دا وه، چې امريکايي ځواکونه د افغانانو کورونو ته د تلاشۍ يا عملياتو لپاره داخل نه شي، افغانان زنداني نه کړي او په افغانستان کې توقيف ځايونه ونه لري.

خو د کرزي په وينا، امريکايانو ويل، چې که عسکر يې وتښتول شي او ژوند ته يې خطر وي، نو بيا به دوى څه کوي؟

د کرزي په وينا، ده بيا هم ورسره د امريکايانو له خوا د افغانانو کورونو ته ننوتل ونه منل، خو امريکايانو وويل، چې که په يادو استثنايي حالاتو کې دغه کار نه شي کولاى، نو تړون نه لاسليک کوي.

 ولسمشر وايي، چې وروسته ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته په ټيلېفون کې وويل، چې که د افغانستان دغه شرط نه مني، نو بيا دې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره تړون لاسليک کړي.

خو دى وايي، چې امريکا دا ونه منله او نورو هېوادونو لکه جرمني، فرانسې، انګليس، پولنډ، او ان ځينو اسلامي هېوادونو ويلي چې که امريکا په افغانستان کې پاتې نه شي، دوى هم وځي.

 هغه وويل، چې په پاى کې د امريکا ولسمشر، ده ته يو ليک واستاوه او په دغه ليک کې راغلي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته امنيتي تړون د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو نوى فصل پرانيزي.

دى وايي، په ليک کې راغلي، چې افغانستان به د حاکميت درلودونکى دولت په توګه خپل امنيت ساتي او امريکا به يې ملاتړ کوي.

هغه وايي، د امريکا ولسمشر ليکلي، چې د امنيتي سند له مخې به امريکا تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د تروريزم پر وړاندې مبارزه کې وړوکى ماموريت لري او افغان ځواکونو ته به روزنه او مشورې ورکوي.

د کرزي په وينا، په ياد ليک کې راغلي چې امريکا به د افغانانو داسې احترام او عزت کوي، لکه څنګه چې د خپلو خلکو عزت غواړي.

دى وايي، د امريکا ولسمشر ليکلي چې ځواکونو به يې له هغو استثنايي حالتونو پرته چې د دوى د کسانو ژوند په خطر کې وي، په نورو حالتونو کې د افغانانو کورونو ته نه ننوځي او پر خپله ژمنه به ولاړ وي.

 کرزى وويل، د دغه سند د لاسليک لپاره د افغانستان تر ټولو عمده شرط دا دى، چې امريکا په افغانستان کې امنيت او سوله ټينګه کړي.

هغه زياته کړه: ((زه مطلق په دې پوه يم، چې سوله د دوى په لاس کې ده.))

هغه وايي، چې افغانستان په تېرو شاوخوا ١٢ کلونو کې د بيارغونې او نورو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، خو په دې موده کې افغانستان د امنيت خاوند نه شو.

دى وايي، چې په ياده موده کې ډېر افغانان د طالبانو او ځينو بهرنيو له خوا د ترهګرۍ په نوم د مبارزې په برخه کې ووژل شول.

کرزى وويل، چې په دې موده کې د افغانستان، امريکا او ناټو تر منځ ډېرې شخړې هم رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دغه شخړې به ځيني وختونه په هغه کچه کې وې، چې ما به د افغانستان د جمهور رييس په توګه غوښتل له امريکا او ناټو سره اړيکې پرې کړم، خو د افغانستان د راتلونکي او ښه تدبير په موخه مو دغه کار ونه کړ.))

د کرزي په وينا، همدا و، چې امريکا بيا وغوښتل له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړي.

هغه وايي، ټاکل شوه وه چې د ستراتيژيکو همکاريو سند په چوکاټ کې امنيتي سند هم لاس ليک کړي، خو ((موږ په دې برخه کې عجله نه درلوده او دقت مو غوښت.))

کرزي وويل چې افغانستان ځواکمن ملګري هېواد ته اړتيا لري او له امريکا څخه يې وغوښتل چې په کلکه د افغانستان ملګرتيا وکړي.

ده زياته کړه:” بې ملګرتيا نه کېږي. يواځې سړى تر پښو لاندې کېږي. وايي چې خان يې په ياران يې. سسته ياري نه کوو. که څوک ياري کوي نو سسته ياري دې نه کوي. چل او فريب هم نه غواړو.”

کرزى وويل، چې ده او نورو حکومتي چارواکو د امنيتي تړون په اړه ملي ګټو ته په پام سره ده په ډېر دقت کار کړى او له دغه تړون څخه د افغانستان ګټه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور کمول او د افغان دولت د موافقې پر بنسټ د دغو ځواکونو پاتې کېدل دي.

دى وايي، چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي سرتېري به يواځې د امريکا نه، بلکې د ناټو سرتېري هم وي.

ده وويل، چې د دغه تړون له مخې به امريکايان په بګرام، کابل، مزار، هرات، جلال اباد، کندهار، شينډند، ګردېز او هلمند کې اډې ولري.

هغه وويل، چې د امنيتي تړون له مخې به له لسو تر ١٥ زرو بهرني عسکر د لسو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

کرزي د جرګې غړو ته وويل، هر څوک کولاى شي چې په ازاد ډول د سند په اړه نظر وړاندې کړي.

ده غوښتنه وکړه، پر هغو کسانو د پاکستان او ايران د جاسوسانو تور ونه لګول شي، چې د سند مخالفت کوي او دغه راز هغه کسان هم د امريکا جاسوسان نه دي چې له دغه سند سره موافقت لري.

دى وايي، دغه تړون افغانستان ته موکه ورکوي، چې له يوه پړاو څخه بل ته تېر شي او ثبات ته ځان ورسوي.

د ده په وينا، بايد بهرني ځواکونه له افغانستان څه په تدريجي ډول خوښ ووځي او که دا کار ونه شي نو افغانستان ته به يې زيان ورسي.

د کرزى په وينا، که پاکستان او امريکا له افغانستان سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي نو افغانستان او پاکستان به دواړه امن شي.

هغه وويل، چې د ياد امنيتي سند لاسليک لپاره يې د نړۍ له تر ټولو مهمو هيوادونو سره خبرې کړې دي.

کرزى وايي، چې چين، روسيې او د اسلامي نړۍ ډېرو هېوادونو له دغه تړونه ملاتړ کړى دى.

خو هغه زياته کړه: ((پاکستان په ظاهر کې راته ويلي، چې سمه ده او ايران په ښکاره ويلي، چې غلطه ده.))

کرزى وايي، چې د شوروي د پوځونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد له امله د پاکستان په ګډون ډېرو هېوادونو لاسته راوړنې لرلې او ځينو هېوادونو خپلې ازادۍ ترلاسه کړې دي.

دى وايي، چې د افغانستان د خلکو د جهاد له برکته پاکستان د اتوم بم خاوند شو او امريکا په نړۍ کې يواځېنى لوى قدرت شو.

هغه د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې په هره فيصله کې بايد سياسي تدبير په پام کې ونيسي ځکه چې افغانستان نه غواړي، د نړۍ له هېڅ يو هېواد سره تضاد او تصادم ولري.

کرزي د ياد سند په اړه د جرګې غړو ته وويل: ((د جرګې غړو ښه په غور واورئ! که هر څوک تاسو ته راشي او ووايي، چې رييس جمهور ويلي په دغه سند کې دا مسئله زياته يا کمه کړئ، تاسو يې مه کوئ، ځکه زه هېڅ استازى نه لرم زما استازي تاسو ياستئ.))

هغه د جرګې له غړو وغوښتل، چې د افغانستان د راتلونکې د ښيګڼې لپاره پر ياد سند په پوره دقت بحث وکړي، ځکه چې دغه سند له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تر سند ډېر د افغانستان لپاره مهم دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.