ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي : جرګه دې دامنيتي سند په اړه ملي ګټو ته په پام پرېکړه وکړي

حامدکرزي : جرګه دې دامنيتي سند په اړه ملي ګټو ته په پام پرېکړه وکړي

author avatar
21 Nov 2013 - 12:58
حامدکرزي : جرګه دې دامنيتي سند په اړه ملي ګټو ته په پام پرېکړه وکړي
author avatar
21 Nov 2013 - 12:58

کابل ( پژواک ٣٠ لړم ٩٢) : ولسمشر حامدکرزي له مشورتي لويې جرګې وغوښتل، چې ملي ګټو او د افغانستان راتلونکي ته په پام سره د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په اړه پرېکړه وکړي.

کرزى وويل ، چې د دې سند د لاسليک لپاره د افغانستان تر ټولو عمده شرط دا دى ، چې امريکا په افغانستان کې امنيت او سوله ټينګه کړي . ولسمشر کرزي د جرګې غړو ته په خپلو خبروکې وويل ، چې د افغانستان د اوسني او راتلونکي نسل هوساينې ته په پام سره د امنيتي تړون په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زياته کړه : ((زه مطلق په دې پوه يم ، چې سوله د دوى په لاس کې ده .))

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي مشورتي لويې جرګې ته په وينا کې وويل، چې په دې جرګه کې به يواځې له امريکا سره  پر امنيتي سند بحث کيږي.

هغه د ياد سند په اړه د جرګې غړو ته وويل : (( د جرګې غړيو ښه په غور واورئ که هرڅوک تاسو ته راشي او ووايي، چې رييس جمهور ويلي په دې سند کې دا مسئله زياته يا کمه کړئ، تاسو يې مه کوئ ، ځکه زه هېڅ استازى نه لرم زما استازي تاسو ياستئ .))

هغه د جرګې له غړيو وغوښتل، چې د افغانستان د راتلونکې د ښېګڼې لپاره پر ياد شوي سند په پوره دقت بحث وکړي، ځکه چې  دغه سند ، له امريکا سره د  ستراتيژيکو همکاريو تر سند ډير د افغانستان لپاره مهم دى.

افغانستان له امريکا سره په ١٣٩١ کال د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړى او امنيتي تړون هم د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې، لاسليک کيږي.

کرزى وايي ، پر ده ډېر فشارونه و، تر څو په امنيتي سند د بحث لپاره مشورتي لويه جرګه جوړه نه کړي، خو  ده  د افغانستان د ښيګڼې لپاره دغه جرګه راغوښتې ده .

هغه وويل ، چې په تيرو شاوخوا ٤٠ کلونو کې افغانستان د يو ملت په توګه د خوښۍ ورځ نه ده ليدلې، خو   په تېرو دوولسو کلونو کې افغانستان د پام وړ پرمختګونه کړي دي .

هغه وايي ، چې په دې موده کې افغانستان يو ځل بيا د ټولو افغانانو ګډ  کور شو او افغانانو وکړاى شول ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي .

ده زياته کړه ، چې په ياده موده کې د روغتيا ، ښوونې او روزنې او  بيارغونې په برخو کې د پرمختګونو  ترڅنګ  د ځينو کسانو اقتصاد ډير او د ځينو لږ  ښه  شوى دى .

کرزى وايي : ((په همدې موده کې مو بيرغ او ملي نښان پيدا کړ ، نړيوالو زموږ لنګۍ ، پکول ، چپنه او د خويندو څادرونه په رسميت وپېژندل،  هويت مو تثبيت شو او هېوادونه زموږ څخه غوښتنه کوي ، چې لاړ شو او په هېوادونو کې يې سفارتونه جوړ کړو.))

خو کرزى وايي ، چې له لومړيو دوه کلونو پرته  په دې موده کې افغانستان د امنيت خاوند نه شو.

دى وايي ، چې په ياده موده کې ډير افغانان د طالبانو او ځينو بهرنيو له خوا د ترهګرۍ په نوم د مبارزې په برخه کې ووژل شول .

کرزى وويل ، چې په دې موده کې د افغانستان ، امريکااو ناټو  ترمنځ ډيرې شخړې هم رامنځته شوې دي .

هغه زياته کړه : ((دغه شخړې به ځينې وختونه په هغه کچه کې وې ، چې ما به د افغانستان د جمهور رئيس په توګه غوښتل له امريکا او ناټو سره اړيکې پرې کړم ، خو د افغانستان د راتلونکې او ښه تدبير په موخه مو دا کار ونه کړ .))

د کرزي په وينا، همدا و، چې امريکا بيا وغوښتل له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړي.

هغه وايي، ټاکل شوه وه، چې د ستراتيژيکو همکاريو سند په چوکاټ کې امنيتي سند هم لاسليک کړي، خو ((موږ په دې برخه کې عجله نه درلوده او دقت مو غوښت .))

کرزي وويل، چې افغانستان ځواکمن ملګري هېواد ته اړتيا لري او له امريکا څخه يې وغوښتل ، چې په کلکه د افغانستان ملګرتيا وکړي.

ده زياته کړه:” دنيا بې ملګرتيا نه کېږي. يواځې سړى تر پښو لاندې کېږي. وايي چې خان يې په ياران يې. سسته ياري نه کوو. که څوک ياري کوي نو سسته ياري دې نه کوي. چل او فريب هم نه غواړو.”

کرزي وويل ، چې د افغانستان حکومت له امريکايي چارواکو سره له قضايي مصوونيت پرته د امنيتي تړون په اړه په ټولو مواردو کې هوکړې ته رسېدلى دى.

کرزى وويل، چې ددې مسئلې په اړه به مشورتي جرګه پرېکړه کوي.

د ملي امنيت په هر غونډه کې مو پر امنيتي تړون بحث کړى، د لوړ پوړو امنيتي چارواکو ترڅنګ جهادي مشران  او د ملي شورا غړي مو رابللي دي.

کرزى وويل ، چې په خپله يې په ډېر دقت سره د امنيتي تړون هره ماده ټکى په ټکي لوستې او د افغانستان د ملي ګټو له مخې يې پکې بدلون راوستى دى.

خو هغه وويل دا چې له دې تړون څخه د امريکا ګټه څه ده دا په هغوى پورې اړه لري، چې تعريف يې کړي.

هغه وويل ، چې له امنيتي تړون څخه د افغانستان ګټه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور کمول او د افغان دولت د موافقې پر بنسټ ددې ځواکونو پاتې کېدل دي.

دى وايي ، چې پاتې کېدونکي سرتېري به يواځې د امريکا نه، بلکې د ناټو سرتېري به هم وي.

د کرزي د څرګندونو له مخې، د تړون هدف دا و، چې په کليو کې د امريکايانو بريدونه او د کورونو پلټل بند شي ، خلک مصوون شي او خپلې مرستې د افغاني ادارو له لارې د قانون له مخې ولګوي.

هغه ددې تړون په اړه وويل: “هدف دا و چې زموږ پوځ وروزي، سم يې ورزوي د بخور او نمير روزنه نه منو. موږ جټ غواړو دوى بيمبيرک راکوي. موږ ټانک غواړو دوى پيک اپ راکوي. بمبيرک او پيک اپ خو له جاپان څخه پخپله هم اخيستى شو.”

کرزي وويل، چې د افغان چارواکيو غوښتنه دا وه ، چې د امريکا ځواکونه د افغانانو کورونو ته د تفتش يا عملياتو لپاره داخل نه شي او افغانان زنداني نه کړي او په افغانستان کې توقيف ځايونه ونه لري.

خو دکرزي په وينا، امريکايانو ويل، چې که عسکر يې وتښتول شي او ژوند ته يې خطر وي ،نو بيا به دوى څه کوي .

د کرزي په وينا، ده بيا هم ورسره د امريکايانو له خوا د افغانانو کورونو ته ننوتل ونه منل،خو امريکايانو وويل، چې که  په يادو استثنايي حالاتو کې دا کار نه شي کولاى، نو تړون نه لاسليک کوي .

 ولسمشر وايي، چې وروسته ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته په ټېلېفون کې وويل، چې که د افغانستان دا شرط نه مني ، نو بيا دې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره تړون لاسليک کړي.

خو دى وايي، چې امريکا دا ونه منله او نورو هېوادونو لکه جرمني، فرانسه ، انګليس،  پولنډ، اوان ځينې بعضې اسلامي هېوادونو ويلي، چې که امريکا په افغانستان کې پاتې نه شي دوى هم وځي .

 هغه وويل، چې په پاى کې د امريکا ولسمشر ده ته يو ليک استولى ، چې په کې راغلي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته امنيتي تړون د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو نوى فصل پرانيزي.

دى وايي، په ليک کې راغلي ،چې افغانستان به د حاکميت درلودونکى دولت په توګه خپل امنيت ساتي او امريکا به يې  ملاتړ کوي.

هغه وايي،د امريکا ولسمشر ليکلي ، چې د امنيتي سند له مخې به امريکا تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د تروريزم پر وړاندې مبارزه کې وړوکى ماموريت لري او افغان ځواکونو ته به روزنه او مشورې ورکوي.

کرزى وايي ، په ياد شوي ليک کې راغلي ، چې امريکا به هڅه وکړي، تر څو د افغانانو داسې احترام وکړي لکه څنګه چې د خپلو خلکو عزت غواړي .

دى وايي،د امريکا ولسمشر ليکلي چې له هغو استثنايي حالتونو پرته ، چې د دوى د کسانو ژوند په خطر کې وي، په نورو حالتونو کې د افغانانو کورونو ته نه ننوځي او پر خپله ژمنه به ولاړ و.

کرزي  دا هم وويل، چې  هر څوک کولاى شي په ازاد ډول د سند په اړه نظر وړاندې کړي .

ده غوښتنه وکړه ،چې پر هغو کسانو د پاکستان او ايران د جاسوسانو تور ونه لګول شي، چې د سند مخالفت کوي او دغه راز هغه کسان هم د امريکا جاسوسان نه دي ، چې له دې سند سره موافقت لري.

ده وويل، چې د دې تړون له مخې به  امريکايان په نهو سيمو کې له ناټو ځواکونو سره ګډه په  بګرام ، کابل ،  مزار،  هرات،  جلال اباد ، کندهار،  شينډند، ګردېز او  هلمند کې اډې ولري.

دى وايي، دغه تړون افغانستان ته موکه ورکوي،چې د تېرېدو له پړاو څخه د ثبات پړاو ته ځان ورسوي.

دى وايي،بايد بهرني ځواکونه له افغانستان څه په تدريجي ډول خوښ ووځي او که دا کار ونه شي، نو افغانستان ته به يې زيان ورسيږي.

هغه وويل، چې د امنيتي تړون له مخې، به له لسو تر ١٥ زرو بهرني عسکر د لسو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د کرزى په وينا، که پاکستان او امريکا له افغانستان سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي، نو هم به افغانستان او پاکستان دواړه هيوادونه به امن شي .

هغه وويل ، چې د ياد امنيتي سند لاسليک لپاره يې د نړۍ له ټولو مهمو هيوادونو سره خبرې کړې دي.

کرزى وايي ، چې چين ، روسيي ، اسلامي نړۍ او نورو ډيرو هېوادونو افغانستان ته مشوره ورکړې ، چې ياد شوى تړون بايد له امريکا سره لاسليک کړي .

خو هغه زياته کړه : ((پاکستان په ظاهر کې راته ويلي ، چې سمه ده او ايران په ښکاره ويلي ، چې غلطه ده .))

کرزى وايي،چې د افغانستان د خلکو د جهاد له امله د پاکستان په ګډون ډيرو هېوادونو لاسته راوړنې او ځينو هېوادنو خپلې ازادۍ ترلاسه کړي .

دى وايي ، چې د افغانستان دخلکو د جهاد له برکته پاکستان د اتوم بم خاوند شو او امريکا په نړۍ يواځنى لوى قدرت شو .

هغه د جرګې له غړيو غوښتنه وکړه ، چې په هره فيصله کې بايد سياسي تدبير په پام کې ونيسي ، ځکه افغانستان نه غواړي ، چې د نړۍ له هيڅ يو هيواد سره تضاد او تصادم ولري .

کرزى له امريکا او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي .

هغه زياته کړه : ((موږ باعزته ټاکنې غواړو او نړيوالو څخه غوښتنه کوو ، چې د ټاکنو په برخه کې همکاري وکړي او درغلي او لاسوهنى ونه کړي .))

هغه وايي، چې دا به د افغانستان په تاريخ کې ډيره لويه نقطه وي، چې په مصلحت اميز ډول واک راتلونکي ولسمشر ته تسليم شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.