ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې بريد د کابل د ځانمرګو بريدونو مسوول وژلى

د بې پيلوټه الوتکې بريد د کابل د ځانمرګو بريدونو مسوول وژلى

author avatar
21 Nov 2013 - 11:52
د بې پيلوټه الوتکې بريد د کابل د ځانمرګو بريدونو مسوول وژلى
author avatar
21 Nov 2013 - 11:52

کابل-اسلام اباد (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د ملي امنيت سرچينې وايي، چې په کابل ښار کې د تېرو ځانمرګو بريدونو مسوول په وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوته الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د ملي امنيت عمومي رياست يوې سرچينې د لړم په ٣٠مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مسوول مولوي احمدجان نومېږي، خو د هويت په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

سرچينې زياته کړه، چې مولوي احمد جان په کابل ښار کې د ځانمرګو بريدونو طراح او سمبالوونکى و.

د ملي امنيت د سرچينې په وينا، مولوي احمد جان پر انټرکانټنينټال، د امريکا پر استخباراتي مرکز (سي اى اې)، د ترافيکو پر عمومي رياست او د تېرو نورو ځانمرګو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى و.

بلخوا پاکستاني سرچينو ويلي، چې نن سهار وخته په پنځو بجو امريکايي بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان د ټل په سيمه کې پر يوه کور بريد کړى دى.

په سيمه کې د پوليسو يو مسوول افتخار احمد وايي، چې په دغه بريد کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه بريد په سيمه کې د افغان کډوالو د يوه پنډغالي پر يوې مدرسې شوى دى.

د سرچينو په وينا، په وژل شوو کې مولوي حميدالله او مولوي احمدجان هم شامل دي.

امنيتي سرچينې وايي، چې په دغه بريد کې اته نور کسان هم وژل شوي دي.

سرچينې وايي، چې دې مدرسې له حقاني ډلې سره نږدې اړيکې درلودې او د جلال الدين حقاني د وژل شوي زوى نصير الدين حقاني فاتحه هم په دې مدرسه کې اخيستل کېده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.