کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د کابل امنيه قومانداني وايي، يو شمېر کسان چې غوښتل يې د لويې مشورتي جرګې د لومړۍ ورځې امنيت ګډوډ کړي، له وسلو، مهماتو او ځانمرګو واسکټونو سره ونيول شول.
د کابل امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو دغه کسان په وروستيو څو ورځو کې له چاودېدونکو توکو، د ځانمرګو بريدونو له واسکټونو او وسلو سره نيولي دي.
ده زياته کړه، دوى غوښتل د مشورتي لويې جرګې په لومړۍ ورځ ورانکاره کړنې ترسره کړي.
مشورتي لويه جرګه نن د ٢٥٠٠ زره کسانو په ګډون تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې په کابل کې پيل شوه.
د کابل امنيه قوماندان وايي، چې له نيول شوو کسانو څېړنې روانې دي او د مشورتي لويې جرګې امنيتي کمېسيون به د دغو کسانو او په لاس راغلو مهماتو په اړه معلومات وړاندې کړي.
پاسوال ظاهر وويل، چې کلک امنيتي تدابير يې نيولي دي: ((په دې اړه هېڅ اندېښنه نه لرو.))
ده وويل، چې سره له دې هم امنيتي ګواښونه پر ځاى پاتې دي، خو امنييتي ځواکونه هڅه کوي، چې مخنيوى يې وکړي.
د امنيه قوماندان د معلوماتو له مخې، د جرګې د امنيت او عملياتو مشري د افغان امنيتي ځواکونو سره ده او بهرني ځواکونه په کې ښکېل نه دي.
ده د امنيت په خوندي کولو کې د خلکو همکاري موثره وبلله او ويې غوښتل، چې د شکمنو اعمالو د مشاهدې پر مهال دې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي، چې په کم وخت کې به يې مخه ونيسي.
دا په داسې حالې کې چې د روانې اونۍ په پيل کې يو ځانمرګى بريد د موټر په وسيله د لويې مشورتي جرګې ساحې ته نږدې ترسره شو، چې د ملکي وګړو په ګډون يې ١٣ کسه ووژل او ٣٠ نور ټپيان شول.
د دغه بريد مسووليت طالبانو پر غاړه واخيست.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن