کابل ( پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٢): د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کې د جمعيت اصلاح ټولنې د نجم څانګې له لوري د (غوره ځوان جوړېدنه) په نوم د ٢٣٠٠ تنو ترمنځ علمي او فرهنګي سيالي ترسره شوه.
د دې سيالۍ يو تن تنظيموونکي غوث الدين د ليندۍ په لومړۍ پژواک ته وويل، په دې سيالۍ کې د ښوونځيو زده کوونکو ، د پوهنتونونو محصلينو،ديني علماوو او عامو خلکو ګډون کړى وو.
د ده په وينا، يوه اونۍ مخکې يې دوى ته هغه کتاب وېشلي و، چې په سيالۍ کې د ګډون لپاره د تياري په موخه چمتو شوى و.
هغه زياته کړه، په دې کتاب کې د ديني پوښتنو تر څنګ د تاريخ او جغرافيې په برخو کې هم پوښتنې چاپ شوې وې.
غوث الدين وايي، له دې سياليو يې موخه د ځوانانو علمي او فکري روزنه ده، چې په راتلونکي کې د افغان ټولنې وارثان دي.
د هغه په خبره،د سيالۍ ګټونکو لپاره يې ٢٥٠ جايزې هم په پام کې نيولي، چې د دوى د هڅونې په موخه به ورته ووېشل شي.
د دې سيالۍ يو تن ګډونوال او د دوولسم ټولګي زدوه کوونکى فرهاد وايي، په دې ډول سياليو کې ګډون د ځوانانو استعدادونه پياوړي کوي.
هغه د جمعيت اصلاح دغه پرواګرام ګټور وباله او زياته يې کړه، چې که په ورته ډول نورې سيالۍ هم تر سره شي، نو ښې پايلې به ولري.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن