ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي سند دې د ملي شورا تر تصويب وروسته لاسليک شي”

“امنيتي سند دې د ملي شورا تر تصويب وروسته لاسليک شي”

author avatar
23 Nov 2013 - 14:16
“امنيتي سند دې د ملي شورا تر تصويب وروسته لاسليک شي”
author avatar
23 Nov 2013 - 14:16

کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): ځينې سياسي ګوندونه وايي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ په امنيتي تړون کې دې د افغانستان ملي حاکميت ته ډېره پاملرنه وشي او ولسمشر دې دغه سند د ملي شورا تر تصويب وروسته لاسليک کړي.

د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون سند د دواړو هېوادونو تر منځ په ١٣٩١ کال کې د ستراتيژيکو همکاريو د لاسليک شوي سند له مخې لاسليک کېږي.

د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو له تېر شاوخوا يو کال راهيسې په دې اړه اوږده بحثونه کړي چې په پايله کې يې برابره شوې مسوده، د لړم په ٣٠مه مشورتي لويې جرګې ته چې د ولسمشر کرزي په غوښتنه په کابل کې جوړه شوې، وسپارل شوه.

په دې څلور ورځنۍ مشورتي جرګه کې ٣٠٠٠ تنه برخه لري، چې ٢٥٠٠ يې غړي او نور مېلمانه دي.

ټاکل شوې د يادې جرګې تر مشورې وروسته، دغه امنيتي سند د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي.

خو ولسمشر کرزي مشورتي جرګې ته په پرانيستونکې وينا کې وويل، دغه سند به وروسته له هغه لاسليک شي، چې ټاکنې رڼې ترسره شي.

د افغانستان د ملي اېتلاف وياند فضل الرحمن اوريا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان اوسنيو شرايطو ته پام سره اړتيا لري، چې د نړۍ له بېلابيلو او په ځانګړې توګه له سترو هېوادونو سره تړونونه او راکړې او ورکړې ولري.

خو هغه زياته کړه، چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون هغه مهال ملي اېتلاف ته د منلو وړ دى، چې د افغانستان ملي ګټې په کې خوندي وي او د افغانستان د قوانينو له مخې قانوني پړاوونه ووهي.

دى وايي، چې د ملي شورا په شتون کې، د مشورتي جرګې هر ډول پرېکړه غيرقانوني ده او کوم الزاميت نه لري.

حکومتي چارواکو هم ويلي، چې ياده جرګه يواځې د مشورې لپاره جوړه شوې او امنيتي سند به د تصويب لپاره ملي شورا ته استول کېږي.

اوريا د ولسمشر حامد کرزي د هغو څرګندونو په اړه چې امنيتي سند به تر ټاکنو وروسته لاسليک شي، وويل: “کرزى غواړي چې انتخابات په شفاف ډول د نړيوالې ټولنې په همکارۍ ترسره کړي، خو د هغه شفافيت معلوم دى او هغه دا دى، چې د ده د کورنۍ يا د خوښې کانديد بايد امريکا يو ځل بيا واک ته ورسوي، چې کله داسې يو کس واک ته ورسېد، نو حامد کرزى به ياد تړون لاسليک کوي؛ که يې واک ته ونه رساوه، بيا به يې نه لاسليک کوي.”

ولسمشر حامد کرزي د لړم ٣٠ مه د مشورتي جرګې په پرانيست غونډه کې ويلي وو، چې که لويې جرګې امنيتي هوکړه ليک تاييد کړ او شورا تصويب هم کړ، خو لاسليک به هغه مهال شي، چې ټاکنې سمې او رڼې ترسره شي او امريکا په دې اړه له افغانستان سره متعهد شي.

کرزي جرګې ته په خپلو خبرو کې زياته کړې وه: “نو قرارداد دې هلته امضا شي، چې زموږ انتخابات شوي وي، په سمه توګه مو عزت او امن مو تثبيت شوى وي او موږ په دې پوهېدلي اوسو، چې راتلونکى مو د امن خوا ته روان دى او دوى په دې کې راسره همکار شي، د تېرو انتخاباتو تجربې لرو، تکراروو يې نه.”

د افغانستان د سولې ملي اسلامي ګوند مشر شاه محمود پوپل د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون له لاسليک کېدو ملاتړ کوي او وايي، چې دغه تړون د افغانستان په ګټه دى.

 خو هغه هم وايي، چې په تړون کې بايد د افغانستان ملي ګټې، ملي حاکميت او خپلواکي په پام کې ونيول شي.

دى وايي، ولسمشر ځکه ويلي، چې سند به تر ټاکنو وروسته لاسليک شي، چې غواړي پر امريکا د خپلو غوښتنو د منلو لپاره فشار راوړي.

هغه زياتوي: “دا خو د ماشومانو د ټوکو خبرې نه دي، چې اوس نه بل وخت کې يې لاسليک کړي؛ اوس دلته مشورتي جرګه جوړه شوې، مصرف پرې شوى او همدا چې مشورتي جرګې نظر ورکړ او شورا تصويب کړ، نو بايد ولسمشر يې هم امضا کړي.”

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد وايي، چې دغه ګوند د کابل او واشګنټن تر منځ د امنيتي تړون د لاسليک کېدو ملاتړ کوي، خو وايي چې په دې اړه د مشورتي لويې جرګې جوړېدو ته هېڅ اړتيا نه وه.

هغه زياته کړه: ((زموږ په فکر دغه تړون بايد هغه مهال له امريکا سره نه واى امضا شوى، چې افغان ځواکونو له هر پلوه د هېواد د امنيت د تامين توان درلوداى، خو اوس زموږ ځواکونه په هغه کچه نه دي تجهيز شوي، چې په يواځې ځان د هېواد له سرحدونو او ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.))

شېرزاد هم له ټاکنو وروسته د سند د لاسليک په اړه وويل: “ولسمشر غواړي امنيتي تړون وسيله کړي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې امريکا د ده د خوښې له نوماند څخه ملاتړ وکړي.”

دى هم ټينګار کوي، چې د ملي شورا تر تصويب وروسته بايد امنيتي تړون لاسليک شي، خو زياتوي، چې په دغه تړون کې بايد د افغانستان ملي ګټې، ازادي او ملي حاکميت په پام کې ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي تړون د مسودې په يوه برخه کې راغلي: ((د ستراتيژيکو همکاريو د موافقتنامې د هغه اصل پر بيا ټينګار سره چې دواړه لوري به خپلې همکارۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو لپاره د يوې عادلانه، سوله ييزې، امنې او له فرصتونو څخه ډکې راتلونکې د تحقق لپاره تعهد لري او همداراز د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي وحدت ته د دواړو لورو په ټينګې ژمنې باندې بيا ټينګار کوي.))

 

ټاکل شوې، چې سبا مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون په اړه خپلې مشورې وړاندې او يو پرېکړليک به صادر کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.