ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پر ژورنالېستانو بريد شوى

ننګرهار کې پر ژورنالېستانو بريد شوى

author avatar
23 Nov 2013 - 14:51
ننګرهار کې پر ژورنالېستانو بريد شوى
author avatar
23 Nov 2013 - 14:51

جلال اباد (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري پر ژورنالېستانو بريد شوى ، چې په پايله کې يې يو تن برسېرن ټپي شوى دى.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديګر ناوخته د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د رسنيو پر درېيو کارکوونکو د وسله والو  له لوري بريد شوى، يو تن ټپي او دوه نور روغ وتلي دي.

هغه زياته کړه، چې سيمې ته پر وخت پوليس رسېدلي او له وسله والو سره يې نښته هم کړې او هغه موټر يې هم ترلاسه کړى ، چې په کې د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رياست د افغان فلم مدير او همداراز دوه نور خبريالان سپاره وو.

ازاد خبريال خيبر ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام ناوخته دوى له تورخم څخه د جلال اباد پر لور راتلل ، چې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سيمه کې وسله والو ورته د درېدو اشاره وکړه، خو کله چې دوى ورته ونه درېدل ، نو ډزې يې پرې وکړې.

ده زياته کړه: ((دا ډول پېښې کولى شي، چې د بيان ازادي تر تاثير لاندې راولي او نور به ژورنالېستان هم نه شي کولى، چې د رپوټ لپاره چېرې لاړ شي.))

د ننګرهار د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح پژواک ته وويل، چې د بټي کوټ په درېيم فارم سيمه کې پرې پرون وسله والو د پيکا بريد کړى او يو ملګرى يې سطحي ټپي شوى دى.

نوموړى وايي: ((کله چې موټر ولګېد موږ له موټره ښکته شو او په منډو مو تر ولسوالۍ ځان ورساوه.))

د ختيځې سيمې د ليکوالو ژورنالېستانو خپلواکه ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون ياده پېښه غندي او زياتوي، چې ننګرهار د ژورنالېستانو لپاره هم يوه نا امنه سيمه ده.

د هغه په وينا، له دې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو ژورنالېستان ووهل ورپسې د همېشه بهار په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو پر دفتر نامسوولو وسله والو بريد وکړ او له هغه وروسته دا دى بيا هم پر ژورنالېستانو او فرهنګيانو بريد وشو.

نوموړى زياتوي: ((له امنيتي ادارو څخه غواړو، چې له نورو خلکو سره په خوا کې دې د ژورنالېستانو امنيت هم خوندي کړي.))

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.