پلخمري (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د بغلان چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د نهرين ولسوالۍ اړونده په دودکش سيمه کې شوى دى.
نوموړي زياته کړه، په دغه سيمه کې د حزب اسلامي وسله وال فعاليت کوي او ګومان کېږي، چې وژل شوي کسان به هم له دې ډلې سره تړاو لري.
د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمد پژواک ته وويل، چې په ياده سيمه کې يې د بمبار اواز اورېدلى دي، خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
د يادې پېښې په اړه تراوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن