ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هوايي بريد کې دوه وسله وال ووژل شول

author avatar
23 Nov 2013 - 19:45
author avatar
23 Nov 2013 - 19:45

پلخمري (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د بغلان چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د نړيوالو ځواکونو په  هوايي بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د نهرين ولسوالۍ اړونده په دودکش سيمه کې شوى دى.

نوموړي زياته کړه، په دغه سيمه کې د حزب اسلامي وسله وال فعاليت کوي او ګومان کېږي، چې وژل شوي کسان به هم له دې ډلې سره تړاو لري.

د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمد پژواک ته وويل، چې په ياده سيمه کې يې د بمبار اواز اورېدلى دي، خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د يادې پېښې په اړه تراوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.