ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د ملي جنبش يو پخوانى قوماندان ووژل شو

په فارياب کې د ملي جنبش يو پخوانى قوماندان ووژل شو

author avatar
24 Nov 2013 - 13:35
په فارياب کې د ملي جنبش يو پخوانى قوماندان ووژل شو
author avatar
24 Nov 2013 - 13:35

ميمنه (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): په فارياب ولايت کې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش د يوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

ځايي چارواکي وايي، چې دغه قوماندان سيد نجيب الله نومېده او تېر مازديګر د قيصار ولسوالۍ چهلګزي بازار ته نږدې د يوه بريدګر له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

د قيصارولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيد نجيب الله د ملي اسلامي جنبش يو پخوانى قوماندان او په قيصار کې د سيمه ييزو پوليسو اوسنى قوماندان و.

صديقي د دې وژنې د انګېزې  په اړه وويل، چې  ده شپږ کاله وړاندې د سيد قطب په نوم يو کس وواژه او بندي شو، د روان کال په لومړيو کې  بېرته خوشى او د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې يې دنده ترسره کوله.

ده زياته کړه، چې دغه قوماندان د سيدقطب الدين د ورور سيد اسماعيل له خوا وژل شوى دى. بريدګر له سيمې تېښته کړې او د وسله والو طالبانو سيمې ته ورغلى دى.

د فارياب ولايتي شورا منشي او د ملي جنبش ګوند غړي سيد عبدالباقي هاشمي هم وويل، چې دغه قوماندان د سيد قطب الدين د وژنې په تور د هغه د تړلو کسانو له خوا د غچ په توګه وژل شوى دى.

تېره ورځ هم د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د محمد سرور کُلني په نامه د جميعت اسلامي ګوند يو پخواني قوماندان په يوه  وسله وال بريد کې ووژل شو او طالبانو يې مسووليت پر غاړه واخيست.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې دى د پياوړو او دولت پلوه قوماندانانو څخه و، چې تېر کال د طالبانو نومول شوى والي مولوي يارمحمد هم  له لسګونو نورو طالبانو سره د دغه قوماندان کسانو وژلى و.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.