اسعداباد (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، پوليسو يو داسې تن نيولى چې تنکي ځوانان يې ځانمرګو بريدونو ته هڅول.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کس پرون مازديګر سيمه ييزو پوليسو د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سيمه کې نيولى دى.
د هغه په وينا، نيول شوي يو زلمى له کورنۍ په پټه پاکستان ته د ديني زده کړو په پلمه روان کړى و.
سيدخېل وويل، نيول شوي کس اقرار کړى چې ياد تنکى ځوان يې ځانمرګي بريد ته د چمتووالي په موخه پاکستان ته روان کړى و.
امنيه قوماندان وويل، چې تښتول شوى هلک خپلې کورنۍ ته سپارل شوى او نيول شوى تن به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
د ياد هلک پلار مرادعلي خان له پوليسو مننه وکړه، چې زوى يې ورته وژغوره او زياته يې کړه چې زوى يې په پټه پاکستان ته بيول کېده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن