کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): په کابل کې د ډبروسکرو د پروسس لومړۍ فابريکه به تر دوو راتلونکو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د دې کارخانې چارواکي وايي، چې د دې کارخانې لومړۍ پانګونه نږدې پنځه ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې به خپل فعاليت پيل کړي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دې کارخانې توليدات به د ډبرو سکرو له پاتې شونو وي، چې له يوې خوا به د ژوند چاپېريال له چټلۍ وساتي او بلخوا به د سون توکو بيې ورسره را ښکته شي.
د ډبرو سکرو د پروسس فابريکې عامل رييس محسن اميري پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کارخانه په ٢٤ ساعتونو کې د ٥٠ ټنه ضايع شوو سکرو د پروسس وړتيا لري چې وروسته په معياري ډول قالب بندي او بازار ته په ارزانه بيه وړاندې کېږي.
ده زياته کړه، چې دغه کارخانه به د ډبرسکرو له کان څخه د سکرو ايستو پر مهال له ضايع شوو توکو کار اخلي، دا پاتې شوني بيا له يو ډول سرېښناکې مادې او خامو نفتو سره د خښتې په ډول قالب بندي کېږي، چې د سون اوچته وړتيا لري.
ده زياته کړه، چې د ډبرو سکرو د دغو ضايع شوو توکو د پېرلو تړون له ٤ هغو کمپنيو سره شوى، چې د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو د ايستو په برخه کې فعاليت لري، د تړون له مخې دا کمپنۍ اړه ده، چې ټول ضايع شوي توکي دوى ته ورکړي.
د ده په خبره، د کارخانې ټول سامان الات او دستګاوې يې پېرلې او په راتلونکي کې به يې نصب کړي.
نوموړي وويل، چې د دې کارخانې فعاليت به له ٢٠٠ زياتو کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينې رامنځته کړي.
د فابريکې عامل رييس په دې اړه زياته کړه: ((دا کارخانه يې په هېواد کې د سون توکو ته د اړتيا او د ډبرو سکرو له کانونو د ضايعاتو د مخنيوي په موخه جوړه کړې، څو هغه پروسس، قالب بندي او په وړ بيه بازار ته وړاندې کړم.))
د ډبرو سکرو د پروسس کارخانه داسې مهال فعاليت پيلوي، چې په تېر کې د دا ډول فابريکو د نه شتون له امله د ډبرو سکرو زياته برخه په هېواد کې د ډبرو سکرو د ايستلو پر مهال ضايع کېده.
د اميري د معلوماتو له مخې، د دې فابريکې د سون توليدات به د کورونو او دفترونو په بخاريو، مرکز ګرميو او فابريکو کې د کارونې وړ وي.
سرچينې زياته کړه، چې د دې کارخانې په جوړولو کې ١١ ملي سوداګر ونډه لري او په نږدې راتلونکي کې به يې پانګونه ٢٠ ميليونه ډالرو ته ورسېږي.
له بلې خوا بيا د کانونو او پټروليم وزارت د ډبرو سکرو د دې ډول فابريکو له جوړېدو ملاتړ کوي.
د کانونو او پتروليم وزارت وياند محمد رفېع رفيق صديقي پژواک ته وويل، چې دغه وزارت په دې برخه کې زياتې همکارۍ ته چمتو دى.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن