ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسمشر کرزي د شرطونو موخه له امريکا امتياز غوښتنه ده”

“د ولسمشر کرزي د شرطونو موخه له امريکا امتياز غوښتنه ده”

author avatar
25 Nov 2013 - 19:20
“د ولسمشر کرزي د شرطونو موخه له امريکا امتياز غوښتنه ده”
author avatar
25 Nov 2013 - 19:20

 کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): ځيني سياسي شنونکي وايي، ولسمشر کرزى د شرطونو په وړاندې کولو سره هڅه کوي، له امريکا څخه امتيازات او د خپل خوښې نوماند ملاتړ ترلاسه کړي.

 ولسمشر کرزي د مشورتي لويې جرګې له ترسره کېدو وړاندې ويلي و: ((د جرګې له خوا چې هره پرېکړه وشي، درناوى به ورته وکړي.))

 مشورتي لويې جرګې، تېره ورځ په خپلې وروستۍ کاري ورځ د ٣١ مادو پرېکړه ليک په صادرولو، له امريکا سره د امنيتي سند په اړه ملاتړ اعلان کړ او له ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې ياد سند د يوې مياشتې په اوږدو کې لاسليک کړي.

 خو ولسمشر کرزي د غونډې په پاى کې اعلان وکړ: ((ترڅو چې سوله رانه شي، د خلکو په کورونو بريدونه ونه درېږي او رڼې ټاکنې په خپل وخت کې ترسره نه شي، له امريکا سره به هېڅ ډول تړون ونه شي.))

 ځينې شنونکي په دې اند دي، چې د ولسمشر کرزي په ويناوو کې تناقض موجود دى او دا په دې معنا دى، چې هغه غواړي له امريکا نه امتياز ترلاسه کړي.

 د سياسي چارو شنونکى يونس فکور وايي، ولسمشرکرزي غوښتل، چې مشورتي لويه جرګه د فشار د وسيلې په توګه د امريکا پر وړاندې وکاروي؛ خو د جرګې پرېکړه برعکس او د ولسمشر پر وړاندې د فشار په توګه وکارول شوه.

 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر فکر کاوه چې مشورتي لويه جرګه به د هغه په خوښه پرېکړه کوي؛ خو د ولسمشر کرزي په خوښه يې کوم کار ترسره نه کړ؛ د همدې لپاره ولسمشر د امنيتي سند د لاسليکېدو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړل.

 هغه زياته کړه: ((ولسمشر غواړي چې د امنيتي سند په اړه د نويو شرايطو په وړاندې کولو

سره له امريکا نه باج واخلي او امريکا په راتلونکي ټاکنو کې د ولسمشر د نظر وړ نوماند څخه ملاتړ وکړي.))

 د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي هم وايي: ((د ولسمشر يو نوى شرط په هېواد کې د سولې راوستل دي، چې موږ هم دا تاييدوو؛ خو په يوې مياشت کې سوله ناممکنه ده، که ولسمشر داسې شرط درلود، ولې يې څو کاله وړاندې مطرح نه کړ.))

 يو بل شنونکى سيد مسعود بيا په دې باور دى، چې د ولسمشر ويناوې دا څرګندوي چې په اوسني نظام کې دوه ډلې شتون لري؛ يوه يې د سند د لاسليکېدو پلوي او بله  ورسره مخالفت کوي، چې يادو مسايلو ولسمشر تر فشار لاندې راوستى دى.

 د کابل پوهنتون ياد استاد وويل، چې پر ولسمشر کورنى فشار د دې لامل شوى، چې د هغه په ويناوو کې ټکر رامنځ ته شي.

 خو ولسمشر کرزي د مشورتي لويې جرګې په ناسته کې وويل، بايد ډاډ ترلاسه شي چې امريکا د رڼو ټاکنو او ټاکلي وخت په اړه تضمين ورکړي؛ که سوله نه وي او ټاکنې ترسره نه شي، افغانستان به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.