ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ٢١٧ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارل شوه

هرات کې ٢١٧ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارل شوه

author avatar
25 Nov 2013 - 16:47
هرات کې ٢١٧ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارل شوه
author avatar
25 Nov 2013 - 16:47

هرات (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): په هرات کې له خصوصي امنيتي کمپنيو ټوله شوې ٢١٧ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارل شوه.

 د هرات امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره د ليندۍ په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، د روان لمريز کال په لړ کې يې شاوخوا ١٠٠٠ ميله بېلابېل ډول وسلې له خصوصي کمپينو راټولې کړې دي.

 نوموړى زياتوي، چې د دې وسلو ډېره برخه يې د عامه ساتنې پوليسو ته ورکړې او پاتې يې ډاياک پروګرام ته سپارلې ده.

 د قطره په وينا، دغه وسلې يې له لسو خصوصي امنيتي کمپنيو راټولې کړې او دغه کمپنۍ يې لغوه کړې دي.

په هرات کې د عامه ساتنې د پوليسو قوماندان  سمونمل عبدالحميد وايي، چې د خصوصي کمپنيو له بې وسلې کولوسر ه د عامه ساتنې ځواکونه پياړي شوي او په وسلو سمبال شوي دي.

 خصوصي امنيتي کمپينو د بهرنو ځواکونو د اکمالاتي کتارونو ساتنه کوله، چې يو کال مخکې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې خصوصي امنيتي کمپنۍ لغوه او پر ځاى يې د کورنيو چارو په وزارت کې د معنيت په چوکاټ کې ځانګړې قطعه جوړه شوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.