ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د مشورتي لويې جرګې پرېکړو ته احترام وکړي”

“حکومت دې د مشورتي لويې جرګې پرېکړو ته احترام وکړي”

author avatar
26 Nov 2013 - 16:59
“حکومت دې د مشورتي لويې جرګې پرېکړو ته احترام وکړي”
author avatar
26 Nov 2013 - 16:59

کابل (پژواک٥ ليندۍ ٩٢): د مشرانو جرګې ځينو غړو د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه جوړه شوې مشورتي جرګه مهمه او تاريخي وبلله او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د دې جرګې پرېکړو ته احترام وکړي.

مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د امنيتي تړون پر مسودې د بحث په موخه د لړم په دېرشمه، کابل کې جوړه شوې وه او وړمه ورځ د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېده.

مشورتي لويې جرګې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او وړانديز يې وکړ، چې دا سند دې د ۲۰۱۳ کال تر پايه مخکې لاسليک شي.

خو ولسمشر حامد کرزي، دې جرګې ته په وينا کې د ياد سند د لاسليک لپاره شرطونه وړاندې کړل.

هغه وويل، چې دغه سند به هغه مهال لاسليک کړي، چې امريکا په افغانستان کې سوله ټينګه کړي، د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې شفافې تر سره شي او امريکايان د افغانانو په کورونو کې عمليات بند کړي.

په مشرانو جرګه کې د غزني استازي عبدالباقي بريال، د کابل استازي نثاراحمد حارث او د ډايکنډي استازې نجيبې حسيني، نن د دې جرګې په عمومې غونډه کې وويل، چې مشورتي جرګه يوه تاريخي او د افغانستان لپاره ډېره مهمه جرګه وه.

دوى ټينګار کاوه، چې حکومت بايد د مشورتي جرګې پرېکړو ته احترام وکړي.

په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي هم وويل، چې ولسمشر حامد کرزى بايد هر څه ژر ياد شوى تړون  لاسليک کړي.

د هغه په اند، ولسمشر ځکه نه غواړي دغه تړون لاسليک کړي، ترڅو پر امريکا فشار راوړي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر د خوښې له کانديد څخه ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر په وار، وار ويلي، چې په ټاکنو کې له هېڅ کوم ځانګړي کانديد څخه ملاتړ نه کوي او ټاکنې بايد په شفاف ډول تر سره شي.

په ياده جرګه کې د کندهار استازي بسم الله افغانمل بيا وايي، چې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د هېواد په خير دي.

هغه زياته کړه: ((د کرزي صاحب وروستۍ خبرې ملي شهامت دى.))

په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس بيا د ولسمشر د هغو څرګندونو په اړه، چې افغانستان ته د سولې راوستل د امريکا په لاس کې دي، وويل: “کله چې امريکا کولاى شي افغانستان ته سوله راوړي، نو د سولې عالي شورا ته څه اړتيا ده.”

هغه وويل چې دغه شورا بايد لغوه شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل د حکومت خوښه ده، چې د مشورتې جرګې پرېکړو ته احترام کوي او که نه.

هغه د جرګې غړو ته وويل: ((دغه تړون چې کله موږ او تاسو ته راغى، نو بيا تصميم زموږ او ستاسو په لاس کې دى.))

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.