کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): د ناټو سازمان د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په اړه د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو هرکلى وکړ.
لويې مشورتي جرګې د تېرې يکشنبې په ورځ له امريکا سره د امنيتي تړون متن له يو شمېر وړانديزونو سره تاييد کړ او سپارښتنه يې وکړه، چې دغه سند بايد د ٢٠١٣زېږديز کال تر پايه مخکې لاسليک شي.
خو ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ، څو يې امريکا شرطونه ونه مني، سند به له ټاکنو مخکې لاسليک نه کړي.
د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، د خلکو وژنه د هغوى پر کورونو چاپې درول او د سولې د عملي پروسې پيل، د ولسمشر له شرطونو دي.
ناټو سازمان د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په اړه د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو هرکلى کړى دى.
په بروکسل کې د دغه سازمان ويانده اووانا لوينګسکي د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سازمان د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي سند په اړه د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو او وړانديزونه ستاينه کوي.
هغې زياته کړې: ((موږ مخکې ګورو چې دا سند پر خپل وخت سره لاسليک او په يوه قانوني چوکاټ کې عملي شي، څو ناټو سازمان وکولى شي پر ټاکلي مهال وېش سره خپل د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموريت پيل کړي.))
د نوموړې په وينا، ناټو به تر ٢٠١٤ کال وروسته د دغه سازمان د نوي ماموريت په اړه له افغان حکومت سره له نږدې کار کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن