ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: که سوله ټينګه نه شي، نو تړون افغانستان ته د شر لامل ګرځي

کرزى: که سوله ټينګه نه شي، نو تړون افغانستان ته د شر لامل ګرځي

author avatar
27 Nov 2013 - 19:41
کرزى: که سوله ټينګه نه شي، نو تړون افغانستان ته د شر لامل ګرځي
author avatar
27 Nov 2013 - 19:41

کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې امنيتي تړون به يواځې د امريکا د غوښتنو پربنسټ لاسليک نه شي، بلکې د افغانانو غوښتنې هم بايد په کې په پام کې ونيول شي.

د هېواد ولسمشر دغه مطلب له  ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو کې څرګند کړى او زياته کړې يې ده: “موږ دغه تړون د افغانانو په ګټه بولو، خو په هغه کې زموږ شرطونه د افغانانو د کورونو امنيت او د سولې د پروسې عملي پيل دى؛ که زموږ په هېواد کې سوله ټينګه نه شي، نو دغه تړون افغانستان ته د شر لامل ګرځي.”

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره، چې لويه جرګه نوموړي ته د احترام او منلو وړ ده، زياته يې کړه: “امريکا موږ ته شرط کېښود، چې دغه تړون بايد د روان زېږديز کال تر پايه لاسليک شي او دې ته زموږ شرطونه د افغانانو پر کورونو د امريکا د بريدونو مخنيوى او د سولې د عملي پروسې پيل دى؛ که امريکا زموږ دوه ياد شوي شرطونه ومني، نو موږ د دغه تړون لاسليک ته چمتو يو.”

حامد کرزي د خپلو خبرو په ادامه کې د امريکا د ولسمشر له امنيتي سلاکارې مېرمن سوزن رايس څخه د ګوانتانامو له زندان نه د افغان طالبانو د پرېښودو وړانديز په اړه وويل، چې دغه د مشورتي لويې جرګې غوښتنه وه.

ولسمشر کرزي زياته کړه، که امريکا د جرګې يوه ماده، چې د امنيتي سند لاسليک دى، مني او بله ماده دې نه پلې کوي، نو بيا موږ ته د منلو نه ده.

ولسمشر کرزي دې ته په اشارې سره، چې د سند د نه لاسليکېدو پر مهال به له افغانستان سره د امريکا مرستې له خطر سره مخ شي، وويل: “د امريکا پرېکړه د امريکا کار دى، هغوى کولى شي په افغانستان کې د خپل شتون پرېکړه وکړي او هم د نه شتون پرېکړه وکړي؛ کله چې پرېکړه وکړو چې نه وي، که موږ ورته زر امنيتي تړونونه هم ورکړو، نو هغوى ځي، لکه څرنګه يې چې د افغانستان خلک د جهاد او د جهاد له برياليتوب وروسته يواځې پرېښودل.”

ولسمشر کرزي د يادې مرکې په ادامه کې ويلي، که امريکا له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان له حکومت سره د لاسليک پربنسټ په افغانستان کې پاتې کېدل غواړي، نو د افغانستان شرطونه، چې د ملت شرطونه دي، بايد ومني، چې هغه په هېواد کې د افغانانو خونديتوب، امنيت، عزت او د سولې ټينګښت دى.

هغه دغه راز زياته کړې، چې د سولې په نه شتون کې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک په دې معنا دى، چې د هېواد د ځينو ولايتونو او ولسواليو خلک، چې له ياد سند سره مخالف دي، د طالبانو لوري ته لاړ شي او طالب دې هلته خپلواک وي او موږ دلته په کابل کې، نو په دې صورت کې به بيا موږ دوه حکومتونه ولرو او هغه افغانستان ته ډېر خطرناک دى او هېڅکله به هم ورته اجازه ورنه کړو.

د هېواد ولسمشر، د افغانستان ثبات د اساسي قانون په پلي کېدو او په هېواد کې د نوي ولسمشر په راتلو کې وباله او ويې ويل: “هېڅکله به هم د دې اجازه ورنه کړو، چې د ولسمشرۍ ټاکنې يو ځل بيا د تېرو ټاکنو په څېر تر سره شي او ځينې ولايتونه په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم او ټاکنې بدنامې شي.”

هغه زياته کړې: “افغانستان نن ډېر هوښيار دى او موږ له خپل تاريخ څخه هر څه زده کړي او له همدې امله مو په لويه جرګه کې هم وويل، چې جګړې مو ګټلي، خو سياست مو بايللى او دا ځل د سياست ګټلو کوښښ هم کوو.”

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.