ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايسا: خوست کې خصوصي پانګونې ته ښه زمينه برابره ده

ايسا: خوست کې خصوصي پانګونې ته ښه زمينه برابره ده

author avatar
28 Nov 2013 - 13:50
ايسا: خوست کې خصوصي پانګونې ته ښه زمينه برابره ده
author avatar
28 Nov 2013 - 13:50

خوست ښار (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): د پانګې اچونې د ملاتړ اداره يا ايسا وايي، چې په خوست ولايت کې اوسمهال د خصوصي پانګونې لپاره زمينه ښه مساعده شوې ده.

دغه اداره وايي، چې د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره هم يو لړ کارونه پر مخ تللي او هيله من دي، چې په دې برخه کې عملي اقدام وشي.

په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره امنيتي ستونزې او د برېښنا نشتوالی هغه څه دي، چې د پانګوالو په مخ کې يې تر ټولو لوی خنډونه جوړ کړي دي.

خو د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره يا ايسا وايي، چې د بل هر وخت په نسبت اوسمهال په خوست ولايت کې د خصوصي پانګونې په مخکې ټولې لارې هوارې شوې او ښه زمينه ورته مساعده ده.

همدارنګه دغه اداره وايي، صنعتي پارک، چې د خصوصي پانګونې لپاره ډېر مهم دی، تر ډېره يې کارونه مخته تللي او هيله لري، چې په نږدې راتلونکې کې به د زياتې خصوصي پانګې اچونې شاهدان و اوسي.

په خوست کې د دې ادارې مشر صديق الله د ليندۍ په ٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې که په خوست کې خصوصي پانګونه وده وکړي، نو خلکو ته به ډېره د کار زمينه هم برابره شي.

هغه زياته کړه: ((سوداګر کولای شي، خام مواد له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوارد کړي. ځيني نور امکانات دي، که چېرې پانګوالو ته برابر شي، خصوصي برخه به ډېره پراختيا ومومي. له دې ډلې که د برېښنا امکانات برابر شي او صنعتي پارک جوړ شي.))

د کره معلوماتو له مخې تر ننه پورې د ايسا له ادارې سره په خوست ولايت کې تر شپږ سوه زيات ساختماني، توليدي، خدماتي او زراعتي شرکتونه ثبت شوي دي، چې د خصوصي پانګونې د ودې مهم اړخ تشکيلوي.

د خوست ولايت ډېرو شمېر سوداګرو په بهرنيو او په ځانګړي ډول په خليجي هېوادونو کې زياته پانګونه کړې، خو د ايسا اداره وايي، چې دوی يې په خپل ولايت کې د پانګونې لپاره هڅولي دي.

خو يو شمېر سوداګر وايي، چې پر ځينو نورو ستونزو سربېره امنيتي ستونزې هغه څه دي، چې دوی يې د خصوصي پانګې اچونې په برخه کې زړه نازړه کړي دي.

په دغه ولايت کې د يوه ساختماني شرکت مسوول انجنير رسول جان پژواک اژانس ته وويل، چې د ايسا اداره له دوی سره پوره همکاري لري، خو دولتي ادارې ورسره همکاري نه لري.

هغه زياته کړه: ((که چېرې موږ ته امنيت تامين شي، موږ ټول پانګوال په خوست کې پانګونه کوو. امنيت ستره ستونزه ده او له موږ سره د دولتي ادارو نه همکاري هم ستونزه ده.))

بلخوا د خوست والي عبدالجبار نعيمي بيا ډاډ ورکوي، چې د پانګې اچونې په مخ کې خنډ شوې امنيتي ستونزې اوس لرې شوې او سوداګر کولای شي پانګونه وکړي.

هغه د صنعتي پارک د ژر جوړېدو خبره هم کوي او وايي، چې عملي کارونه يې په نږدې راتلونکي کې پيلېږي.

نعيمي په دې اړه پژواک ته وويل: ((موږ هڅه کوو، چې د صنعتي پارکونو لپاره يواځې ځمکه نه وي او هلته فابريکې جوړې شي، نورې اسانتياوې ورته برابرې شي او د صنعتي پارکونو په برخه کې، چې هر خنډ وي، د دې په لېرې کولو کې زموږ ټوله ولايتي اداره دې ته ژمنتيا لري.))

خو له دې ټولو سره سره هغه څه، چې د پانګې اچونې او د يوه ښه سوداګريز محيط د برابرولو لپاره مهم او اړين دی ؛ توليدي برېښنا څخه دی، خو په خوست کې په دې برخه کې د پام وړ کار ندی شوی.

د پانګې اچونې ارزښت دا دی، چې د هېواد اقتصاد پياوړی کېږي او په هېواد کې د توليداتو کچه لوړېږي، چې په دې ډول د خلکو اړتياوې پوره او د توليداتو بيې راټيټېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.