ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرګې د ځاځيو او منګلو تر منځ اوربند وکړ

جرګې د ځاځيو او منګلو تر منځ اوربند وکړ

author avatar
28 Nov 2013 - 15:59
جرګې د ځاځيو او منګلو تر منځ اوربند وکړ
author avatar
28 Nov 2013 - 15:59

ګردېز (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): د پکتيا چارواکي وايي، هغه شخړه چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د دوو لويو قومونو تر منځ رامنځ ته شوې،  د دې ستونزې د هوارۍ په موخه جوړې شوې جرګې يې تر منځ اوربند اعلان کړ.

د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالولي سهي د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د پکتيا د والي، د کورنيو او قبايلو چارو وزارتونو استازو، په کابل او پکتيا کې د منګل او ځاځيواو د نورو قومونو مشران  ډنډ پټان ولسوالۍ ته تللي وو او په دې اړه يې د سيمې له خلکو سره د يادې موضوع په اړه خبرې کړې دي.

سهي وايي ، اوس مهال هغه سيمه چې جګړه په کې شوې وه مرکزي نقطه يې له وسله والوپاکه شوې او له لرې سیمو هم وسله وال خلک په  وتو دي .

مرستيال والي د دې مسئلې په اړه ډېر جزئيات ورنه کړل  خو ويې ويل، دا به وروسته معلومه شي، چې خبره په کوم ډول او په څه باندې حل شوې ده.

له بلې خو د پکتيا د ولايتي شورا وکيل او قومي مشرا سناتور لايق منګل له سيمې پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه پلاوی چې دې شخړې ته ټاکل شوی و، په لومړيو کې دې نتيجي ته ورسېدل، چې د دواړو غاړو وسله وال کسان له مورچو کورونو ته ولېږي .

نوموړی وايي، نن ورځ به پلاوی له هغې ځمکې ليدنه کوي، چې شخړه پرې رامنځته شوې  او د دې سيمې راپور به اخلي تر څو د دايمې حل لپاره يې لارې چار ې ولټوي .

لايق دا هم وويل، چې په سيمه کې وضعيت له خطره وتلی او له دې وروسته به  د دغو قومونو بله وړه جرګه وروسته په ګردېز کې جوړېږي او د شخړې دايمي پرېکړه به وکړي.

له بلې خوا د سيمې يو شمېر قومي مشرانو په غير رسمي ډول له رسنيو سره په خبرو کې د دې مسئلې د حل تاييد کړی او د زياتو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده .

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي، چې تېره شپه په نهو بجو په سيمه کې د والي او نورو چاروکو په شتون کې جرګې د اوربند اعلان وکړ.

هغه زياته کړه، دا جرګه پرون سهار پيل او د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.

سمون وويل ، دواړو قومونو د جرګې لومړنۍ پرېکړه ومنله، اوربند اعلان شو او دواړه غاړو نيولې مورچې پرېښودې.

د نوموړي په وينا، نن  به پلاوی پل پر پل د منازعې ټوله سيمه ګوري او په اړه به يې پرېکړه کوي.

د والي وياند وايي، جرګې پرېکړه وکړه، که هر لوري تعرض وکړ دغه جرګه يې ماته کړه او د منازعې سيمې ته نږدې شو نو پنځوس ميليونه افغانۍ به د جريمې په توګه د دولت خزانې ته سپاري.

ياده دې وي، چې په ډنډ پټان  ولسوالۍ کې په دې رامنځته شوې شخړه کې شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د سيمې حالت د خرابېدو په حال کې و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.