شبرغان- ميمنه (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): په جوزجان کې د وسله والو طالبانو يو نومول شوى قوماندان ونيول شو او په فارياب ولايت کې څلور وسله وال او يو پوليس وژل شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان سمونوال فقير محمد جوزجاني وايي، چې دغه ولسوال د ملا فيض الله په نوم مشهور دى او د اقچې ولسوالۍ په سرخ کلي کې له يوه کوره، د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې له دوو نورو کسانو سره يو ځاى نيول شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ملا فيض الله د سلو طالبانو قومانداني هم پر غاړه درلوده او په اقچه کې يې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د سړک غاړې ماين خښولو، وژنې او بريدونو مسووليت پر غاړه درلود.
جوزجاني زياته کړه، د طالبانو د ياد ولسوال په نيولو سره به د سيمې امنيتي حالت ښه شي.
امنيتي چارواکي وايي، چې څو موده وړاندې وسله والو طالبانو د اقچې په عمومي سړک کې د ملي اردو دوه سرتيري په شخصي جامو کې د مسافروړونکو له موټر څخه کوز کړي وو او بيا يې ووژل، چې دغه کار يې هم د ملا فيض الله په امر تر سره کړى و.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ په يوه بله پېښه کې څلور وسله وال مخالفين او يو پوليس وژل شوي دي.
د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري پژواک ته وويل، چې دغه پېښه د خواجه موسى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې د بريد په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د نښتې په ترڅ کې شپږ طالبان او څلور ملي پوليس ټپيان شوي هم دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمد ايوب وويل، موټرسايکل سپرو طالبانو له کلاشينکوف، راکټ او پيکا څخه په ګټې پر دغې پوستې بريد وکړ.
د هغه په وينا، ياده پوسته له کلي څخه لرې پرته ده او ملکي وګړو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي، خپلو کسانو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې او وايي، په دغه بريد کې، چې تېره شپه د خواجه موسى په سيمه کې رامنځته شوى، په پايله کې يې دوه پوليس وژل شوي او د عبدالرحمن په نوم يو قوماندان پکې ټپي شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن