ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجددي نن هېواد پرېږدي

مجددي نن هېواد پرېږدي

author avatar
28 Nov 2013 - 10:48
مجددي نن هېواد پرېږدي
author avatar
28 Nov 2013 - 10:48

کابل (پژواک، ٧ ليند‌ۍ ٩٢): جهادي مشر او د شخړو د حل د کمېسيون مشر حضرت صبغت الله مجددي د ولسمشر حامد کرزي له خوا له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليکولو په اعتراض نن هېواد پرېږدي.

د نوموړي د ګوند (نجات ملي جبهه) مرستيال حشمت الله مجددي چې له هغه سره د کابل د هوايي ډګر پر لاره و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مجددي نن له غرمې مخکې ١١بجې ترکيې ته ځي.

د مجددي مرستيال د هغه د ناروغۍ خبره هم وکړه چې ګواکې تګ يې د درملنې لپاره هم دى، خو زياتوي که ولسمشر کرزى يې غوښتنه ومني نو مجددي به بېرته هېواد ته را شتون شي.

صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې په پاى کې له ولسمشر کرزي وغوښتل چې له شرطونو اېښودو پرته له امريکا سره امنيتي تړون د روان ميلادي کال تر پايه لاسليک کړي.

مجددي ويلي وو، که ولسمشر کرزى د دغه تړون لاسليک ته چمتووالى ونه ښيي، نو دى به هېواد پرېږدي او په وينا يې “بل هېواد ته به هجرت وکړي.”

مجددي وايي، له امريکا سره امنيتي تړون د افغانستان په خير دى او ولسمشر کرزی دا حق نه لري، چې د دغه تړون د سند لاسليکېدل وځنډوي.

 ده وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې، چې ولسمشر کرزي د مشورتي جرګې د پرانيستې غونډه کې ويلي، که د امنيتي تړون سند ملي شورا تصويب هم کړي، نو له ټاکنو وروسته به يې لاسليکوي.

 کرزي ويلي، د دغه تړون د لاسليک لپاره درې عمده شرطونه اېښې دي، لومړى دا چې په افغانستان کې سوله راشي، امريکايي ځواکونه د افغانانو کورونو ته د عملياتو لپاره ورنه شي او په افغانستان کې ښې او پتمنې (رڼې) ټاکنې ترسره شي.

خو مجددي د جرګې په وروستۍ ورځ وويل، چې په امنيتي سند کې د ټولو افغانانو غوښتنې منل شوې او هېڅ داسې کومه ماده نه شته په کې چې د سند لاسليک دې د ټاکنو له ترسره کېدو شا ته کړي.

د امنيتي تړون پر څرنګوالي د بحث په موخه د ولسمشر کرزي له خوا رابلل شوې مشورتي لويې جرګې هم دغه تړون تاييد کړ او له کرزي څخه يې غوښتنه وکړه چې د روان ميلادي کال تر پايه دغه تړون لاسليک کړي.

امريکا هم له ولسمشر کرزي څخه د روان ميلادي کال تر پايه د امنيتي تړون د لاسليکېدو غوښتنه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ولسمشر کرزي دا وړانديز چې تړون دې شپږ مياشتې وروسته  د ولسمشرۍ تر ټاکنو وځنډول شي، (نه عملي او نه هم ممکن) دی.

د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزان رايس هم کابل ته په خپل وروستي سفر کې خبردارى ورکړ که افغانستان له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي، واشنګټن نشي کولى خپلو مالي مرستو او پوځي حضور ته  دوام ورکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.