کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٢): ولسمشرکرزي په کابل کې د ولسي جرګې پر يوه غړي شوى بريد وغانده او د مېلمه له نوم څخه د ناوړه ګټې او د خلکو پر شخصي حريم بريد يې، د افغاني فرهنګ خلاف عمل وباله.
د ولسمشرۍ دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پرون مازديګر د مېلمه په توګه يو ځانمرګى د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې په ولسي جرګه کې د زابل خلکو د استازي حميدالله توخي کور ته د ننه شوى او خپلو چاودېدونکو توکو ته يې، چې په خپله خولۍ کې يې ځاى پر ځاى کړي و، چاودنه ورکړې ده.
په دغه چاودنه کې توخى له خپلو درېيو ساتونکو سره يو ځاى ټپي شوى دى.
ولسمشر کرزي ياد بريد د يوه ترهګريز او ناځوانمردانه عمل په توګه غندلى او ويلي يې دي، چې د مېلمه له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کول او د خلکو پر شخصي حريم بريد، د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ خلاف عمل دى.
ولسمشر کرزي، حميدالله توخي او د هغه ساتونکو ته د الله له درباره د بشپړې روغتيا غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک ته وويل، چې ده او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو بل استازي عبدالقادر قلاتوال د کابل د ملي امنيت په روغتون کې له توخي ليدنه کړې او د هغه روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
ستانکزي زياته کړه، چې توخى په ښۍ سترګه برسېرن ټپي شوى او ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي.
د دغې پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن