کابل (پژواک ٩ليندۍ ٩٢) : د پاکستان لومړى وزير نواز شريف د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسېد.
د نواز شريف او ورسره مله اته کسيز پلاوي الوتکه يې نن له غرمې مخکې په څه باندې لس بجې د کابل په هوايي ډګر کې راښکته شوه .
د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضراراحمدمقبل او د کابل ښاروال محمد يونس نويش د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې نوازشريف ته ښه راغلاست ووايه.
ټاکل شوې ده، چې نوازشريف له ولسمشر حامد کرزي او له ځينو نورو افغان چارواکو سره د سولې او نورو دوه اړخيزو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن