ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: په تذکروکې دې د اسلام او افغان کلمې زياتې شي

لاريون کوونکي: په تذکروکې دې د اسلام او افغان کلمې زياتې شي

author avatar
30 Nov 2013 - 14:44
لاريون کوونکي: په تذکروکې دې د اسلام او افغان کلمې زياتې شي
author avatar
30 Nov 2013 - 14:44

کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٢): په کابل ښار کې سلګونو تنو په برېښنايي تذکروکې د اسلام او افغان کلمو د زياتولو په پلوۍ لاريون وکړ.

عدليې وزارت د روان کال د وري په مياشت کې د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده په ٧ فصلونو او ٣٩ مادو کې ولسي جرګې ته وړاندې کړه او ولسي جرګې له يو لړ بدلونونو وروسته دغه مصوبه د غبرګولي په ٢٩مه د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته واستوله.

په دې وروستيوکې مشرانو جرګې د نفوسو د احوال د ثبت قانون له تاييدولو سره سم پرېکړه وکړه، چې په برېښنايي تذکروکې؛ تخلص، دين اوافغان کلمې ونه ليکل شي.

نن په سلګونو تنو د يادې پرېکړې پرضد د کابل ښار له دهمزنګ سيمې څخه لاريون پيل او دملي شورا ودانۍ مخې ته را ټول شول.

ياد لاريون دافغانستان دملي تحريک له خوا په لاره اچول شوى و او هغوى په الکترونيکي تذکروکې د يادو کلمو نه درجول د اسلامي او افغاني هويت خلاف کار وباله.

يوتن لاريون کوونکي شفيع الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل : (( موږ مسلمانان يو او بايد چې دين او ملت په تذکرو کې ذکر شي.))

هغه زياته کړه ، چې که ددوى غوښتنې ونه منل شي، خپلو لاريونونو ته به په نورو ولايتونو کې هم پراختيا ورکړي.

دلاريون يو بل ګډون کوونکي محمد اصف وردګ وويل، چې دملي شورا ځينې غړي د ځينو ګاونډ يوهېوادنو په تحريک، په تذکرو کې د دين او ملت کلمو مخالفت کوي.

وردګ زياته کړه، چې افغانانو ددين او ملت لپاره دوه ميليونه قربانۍ ورکړي او دهغوى غرور دا اجازه نه ورکوي ،چې دتابعيت له تذکرو څخه ددين او مليت کلمې لرې شي.

هغوى،(مرګ په پردي پالو) شعار ورکاوه او بيا يې وروسته دملي شورا له ځينو غړو سره د خپلو غوښتنو په اړه خبرې وکړې.

د ولسي جرګې غړي محمد نعيم لالي حميدزي له لاريون کوونکو سره ژمنه وکړه، چې ددوى غوښتنې به ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

دولسي جرګې ياد غړي زياته کړه : (( افغانستان يو اسلامي هېواد دى او هغه کسان چې د اسلام او افغان کلمې نه مني، دهغوى په مسلمانۍ او افغانتوب شک دى.))

هغه زياته کړه، چې دوى به هيڅ چا ته اجازه ورنکړي، چې د تابعيت له تذکرو څخه د دين او مليت کلمې لرې کړي.

لاريون کوونکو يو ٧ مادېز پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په هغه کې راغلي دي : (( اسلام او اسلاميت، افغان او افغانيت، زموږ دملي او ديني ارزښتونو څخه دي او هيڅوک حق نلري، چې په قصدي اويا غير قصدي ډول د هغه له ليکلو څخه مخنيوى وکړي.))

دپرېکړه ليک په دويم بند کې؛ له حکومت، ملي شورا او نور ارګانونو څخه غوښتل شوي، چې داسلام مقدسه کلمه او مليت په تذکرو کې وليکل شي او داسلام او هېواد ضد ميکروبونو ته اجازه ورنکړي، چې دافغانانو هويت ته بدلون ورکړي او په هر ډول چې وي اجازه ورنکړي، چې دځينو ګاونډيو اوغربي  هېوادونو هويت، دافغاني هويت ځاى ونيسي.

همدارنګه تېره اونۍ په جلال اباد ښارکې هم ورته خوځښت د مدني ټولنو له خوا په لاره اچول شوى و او په برېښنايي تذکرو کې يې د دين او ملت کلمو  د زياتولو غوښتنه کوله .

حکومت وړانديزکړى و، چې پر تذکره دې نوم، د پلار نوم، د نيکه نوم، د زېږېدو نېټه، اصلي او اوسنى استوګنځاى وليکل شي.

خو ولسي جرګې په دې اړه چې پر تذکره دې د مليت ذکر وشي او که نه، تر سختو او اوږدو ناندريو وروسته  پرېکړه وکړه، چې د حکومت له وړانديز سره موافق دي، خو تخلص او دين دې هم په تذکره کې وليکل شي.

دغه راز ولسي جرګې پرېکړه کړې وه، چې د مليت تر څنګ دې د شخص نور مشخصات د تذکرې په ډيتابېس کې وليکل شي.

د يادونې ده، چې د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه د روان کال د وري په ٤مه په کابل کې پيل شوه، خو د نامعلومو دلايلو له مخې ځنډول شوې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.