کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٢): د کورنيو چارو وزارت، له خصوصي امنيتي کمپنيو څخه د ٧٠٠ ميله بېلابېلو وسلو د راټولو تر څنګ، د روان کال تر پايه د غيرقانوني کمپنيو له منځه وړلو اعلان وکړ.
دکورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې مرستيال لوى پاسوال جمال عبدالناصر صديقي د نن ورځې په ناسته کې وويل، چې له دغې ډلې ١٨٤ بېلابېل ډول وسلې، له څلورو خصوصي امنيتي کمپنيو څخه راټولې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دغو وسلو کې کلاشينکوف، پيکا، تومانچې او نورې وسلې شاملې دي، چې دغه وسلې په کابل او غزني کې له تور افغانستان،ايدنبرګ او ګلوبل کمپنيوRMC څخه راټولې شوې دي.
صديقي زياته کړه، له دغو کمپنيو څخه ١٣٩ مخابرې او نور پوځي تجهيزات هم تر لاسه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې مرستيال وويل، په هلمند کې ٢٩٨ ميله بېلابېلې وسلې او دغه راز په هرات ولايت کې ٢٣٦ ميله وسلې، له غيرقانوني کمپنيو څخه راټولې شوې دي.
هغه وويل، دغه وسلې د جمهوري رياست د فرمان له مخې، د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې معينيت له لوري راټولې شوې دي.
ولسمشر حامد کرزي، درې کاله وړاندې د خصوصي امنيتي کمپنيو شتون، د موازي حکومتونو او د خلکو د ځورونې لامل وباله او د هغو د له منځه وړلو فرمان يې صادر کړ.
د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې مرستيال څرګنده کړه، د ټولو ٣٤ خصوصي امنيتي کمپنيو له ډلې يې ١٩ کمپنيو ته، چې په ١٣٩٢ کال کې د پروژو او ډيپلوماټيکو تاسيساتو امنيت ساتي، د فعاليت جواز ورکړى دى.
دده په وينا، هغوى د ١٥ نورو کمپنيو، چې ډيپلوماټيک تړون نه لري د مسووليت لېږد او هغوى ته د بې وسلې کولو پلان جوړ کړى، چې پر بنسټ به يې د تور افغانستان او FHI کمپنۍ بې وسلې کړي او نورې ١٣ کمپنۍ به د کال تر پايه منحل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن