ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

author avatar
1 Dec 2013 - 17:44
author avatar
1 Dec 2013 - 17:44

اسعداباد( پژواک،١٠ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې دکونړ په  دانګام ولسوالۍ کې سلګونو تنو د پاکستانيو توغنديو پر ضد لاريون وکړ.

د دانګام ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي روح الله دليندۍ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لاريون  نن سهار په نهو بجو پيل شو او تر ١١ بجو پورې يې دوام درلود.

هغه زياته کړه، دلاريون ګډونوالو له مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې په بېلا بېلو لارو دې د پاکستانيو توغنديو د ويشتل کېدو مخه ونيسي.

دى وايي ، چې ددغې ولسوالۍ اوسېدونکي نور له دې بريدونو په تنګ شوي ، ورځنى ژوند يې ګډوډ شوى ، مالي او ځاني زيانونه يې ورته اړولي دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم ياد لاريون او د دانګام ولسوالۍ د خلکو ستونزې او شکايتونه  تاييد کړ ل.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې  پخوايې هم په دې اړه مرکزي حکومت ته راپورونه ورکړي  او د نن ورځې د لاريون کوونکو ستونزې او شکايتونه به مرکزي حکومت ته ورسوي.

دا لاريون په داسې حال کې شوى، چې وړمه شپه هم پر سرحدي ولسواليو ٣٨ توغندي د پاکستانيو ځواکونو له خوا توغول شوي وو.

ددغه ولايت امينه قوماندان وايي ، چې د دې توغنديو اتلس يې د دانګام پر زاړه براول او نور يې د شيګل په شلطن دره کې لګېدلي دي، چې مالي زيانونه يې اړولي ، خو ځاني زيان نه لري.

 نوموړى وايي، د روان لمريز کال له پيله د پاکستان له لوري پر کونړ  ١٤٨٨ توغندي ويشتل شوي ، چې اته تنه يې وژلي او اتلس نور يې ټپيان کړي ، دغه راز يې دوه کورونه او يو جومات هم نړولي دي.

د پاکستان له لوري پر افغان خاوره پر داسې مهال توغندي ويشتل کيږي، چې پرون د پاکستان لومړى وزير نواز شريف د سولې په اړه د خبرو لپاره په يو ورځنى سفر کابل ته راغلى و .

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.